د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سیاسي ګټو له کبله فرقه ییزې ډلې نه په نښه کېږي'


پروفیسر حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د وسله والۍ او سختدریځۍ مسله دومره پراخه ده چې که په راتلونکو شپږو یا اتو کلونو کې حکومت او پوځ یوازې د ډلو د فعالیتونو په محدودولو کې بریالی شو نو دا به لویه خبره وي

په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو ځل بیا وسله وال بریدونه زیات شوي دي. د بېلګې په توګه دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې پر پوځ وسله وال برید وشو او بیا په نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله واوښته. همداراز، څو ورځې مخکې په مستونګ کې پر یوه بس او بیا وروسته په کوټه کې پر هزاره ګانو بریدونه وشول چې پکې له ۲۵ زیات ولسي وګړي ووژل شول. همداراز، په کراچۍ کې هم وخت په وخت پر پولیسانو وسله وال بریدونه کېږي.

دا حملې په داسې وخت کې روانې دي چې د پاکستان پوځ له یو کال راهیسې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي او د تېر یو کال پر مهال یې په نورو قبایلي سیمو لکه خیبر او اورکزو کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات کړي دي. له دې سره سره په کراچۍ کې هم د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.

پر دې عملیاتو سربېره په پاکستان کې وسله وال بریدونه ولې کېږي؟ ایا د پاکستان پوځ او ملکي امنیتي ادارې د دې وسله والو ډلو په مخنیوي کې له ننګونو سره مخامخې دي او که څنګه؟ د دې پوښتنو په ځواب کې په لاهور کې د سیاسي او دفاعي چارو پوه پروفیسر حسن عسکري وايي، د وسله والو فعالیتونو د دوام لامل دا دی چې وسله والي یوازې تر قبایلي سیمو محدوده نه ده بلکې په کافي اندازه په پاکستان کې خپره شوې ده:

((ضرب عضب یوازې تر قبایلي سیمو محدود دی او د جون پر ۱۵مه به د عملیاتو یو کال پوره شي خو هلته اوس هم پوځ له وسله والو سره په جګړه اخته دی. د دې مانا دا ده چې تر اوسه په قبایلي سیمو کې پر وسله والو ډلو قابو نه دی موندل شوی. پاتې شوه کراچۍ، کوټه او د هېواد نورې برخې، هلته چې دا ډول [بریدونه] کېږي نو د دې مانا دا ده چې وسله والي یا ترهګري په پراخه توګه خپره شوې ده. په پاکستان کې

ترهګري یوازې په قبايلي سیمو کې نه ده بلکې له وخت سره سره دا بېلا بېلو ځایونو ته خپره شوې او پیاوړې ده ځکه چې [مشرتابه] د دې پر ضد په غبرګون ښودو کې له ځنډه کار واخیست.))

تېر کال په پېښور کې پر سکول تر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت او پوځ وویل، بې له توپیر یا فرقه به ټولې وسله والې ډلې په نښه کوي. پر دې اعلان سربېره، ولې تر اوسه فرقه ییزې وسله والې ډلې په کوټه او نورو ښارونو کې د مذهبي لږکیو پر ضد په بریدونو کولو کې بریالۍ کېږي؟ ایا پاکستان ریښتیا هم ټولې ډلې په نښه کوي؟ پروفیسر حسن عسکري وايي، مرکزي او صوبايي حکومتونو د سیاسي مصلحتونو له کبله تر اوسه فرقه ییزې ډلې نه دي په نښه کړې:

((تر اوسه فرقه ییزې وسله والې ډلې په مستقیمه توګه نه دي په نښه کړل شوې. باید سیاسي یا ملکي حکومتونه دا ډلې په نښه کړي ځکه چې پوځ په ښارونو کې د امنیت دنده پر مخ نه وړي او همدا تر ټولو لویه ستونزه ده چې زموږ حکومتونه او حکومتي مشران د خپلو سیاسي ګټو خوندي ساتلو په موخه له دې ډارېږي چې فرقه ییزې ډلې په نښه کړي. دا مهال د پاکستان دننه یوازې تحریک طالبان پاکستان په نښه کېږي او د هغې وجه هم دا ده چې پوځ د دې کار مشري کوي.))

پروفیسر حسن عسکري زیاتوي، په پاکستان کې د وسله والۍ او سختدریځۍ مسله دومره پراخه ده چې که په راتلونکو شپږو یا اتو کلونو کې حکومت او پوځ یوازې د ډلو د فعالیتونو په محدودولو کې بریالی شو نو دا به لویه خبره وي ځکه چې د دې ډلو په بشپړه توګه د ختمولو لپاره له پوځي اقداماتو زیات د سیاسي اقداماتو اړتیا ده چې هغه تر اوسه حکومتونو نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG