د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتونخوا مېشتي افغان کډوال به لویو کیمپونو ته انتقالوو'


پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې مېشت افغان کډوال به لویو کیمپونو ته منتقل کړي.

د دوشنبې یا ګل پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ او د واکمن اېتلاف تحریک انصاف ګوند غړي افتخار مشواڼي وویل، حکومت تېر کال په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال برید وروسته پرېکړه کړې وه چې ټول افغان کډوال به افغانستان ته واستوي.

ده وویل، اوس د دې کډوالو ستنولو پر لارو چارو کار روان دی. مشواڼي وویل، ګڼ افغان کډوال په خیبر پښتونخوا کې اوسي چې د صوبې پر اقتصاد بار دي او د پاکستان مرکزي یا وفاقي حکومت له خیبر پښتونخوا سره هېڅ مرسته نه کوي.

مشواڼي وویل، اوس صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې په لومړي پړاو کې په وړو کیمپونو او ښارونو کې اوسېدونکي کډوال لویو کیمپونو ته انتقال کړي. د مشواڼي په وینا، له دې کار سره به د افغان کډوالو پېژندګلوي او د هغوی څارنه اسانه شي.

خو د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یو اېن اېچ سي ار وايي، د خیبر پښتونخوا د حکومت له دې پرېکړې خبره نه ده. په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې دنیا اسلم خان مشال راډیو ته وویل، که دا د ((یوه ګوند یا یوه کس خپل خیال)) یا فکر وي نو کېدای شي، او که دا پرېکړه د صوبايي ((حکومت په سطحې)) شوې وي نو دوی به له ((وفاقي او صوبايي حکومت سره خبرې وکړي.))

نوموړې وویل چې تر اوسه دوی ته د پاکستان یا خیبر پښتونخوا حکومتونو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دنیا اسلم خان وايي، پاکستاني حکومت هېڅ کله هم پر افغان کډوالو له کیمپونو دباندې په اوسېدو یا ګرځېدو بندیز نه دی لګولی.

نوموړې زیاته کړه چې د اګست په میاشت کې به په کابل کې په یوه غونډه کې پرېکړه کېږي چې ایا افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه کړل شي او که نه په پاکستان کې ورته د اوسېدو اجازت ورکړل شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د سږکال (۲۰۱۵) د ډېسېمبر پر ۳۱مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG