د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا راتلونکی بجټ به ۴۷۲ اربه روپۍ وي


پېښور - د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزیر مظفر سعید وايي، د ۲۰۱۵-۱۶ز مالي کال لپاره به د شاوخوا ۴۷۲ اربه روپیو بجټ اعلانوي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، د نوي بجټ له لارې به حکومت شاوخوا یو نیم لک کسانو ته د کار موقعې برابرې کړي. ده وویل، دوی د بلدیاتي حکومتونو د بودیجې ۹۰ فیصده زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

سعید وویل، پښتونخوا ډېره بې وزله صوبه ده او د وسایلو کموالي له کبله دوی هڅه کوي چې د بې وزله ولس په ښېګڼه بجټ وړاندې کړي چې پکې به د مالیو یا ټیکسونو بار هم کمول کېږي.

سعید وویل، په بجټ کې به د عامې روغتیا لپاره ۲۲ فیصده، پولیسو لپاره ۱۹ فیصده، تعلیم لپاره ۲۵ فیصده او د بلدیاتي حکومتونو لپاره به ۹۰ فیصده زیاتوالی راولي.

دی وايي، دا ځل غواړي چې پرمختیايي بودیجه هم ۱۲۴ اربه روپیو ته ورسوي.

د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزیر به د جون پر ۱۳مه صوبايي اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG