د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او مېرکل د روسیې بندیزونو دوام په اړه په یوه خوله دي


سپينه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني وزیر اعظمه انګېلا مېرکل په دې خبره یوه خوله دي چې د روسيې پرضد لګول شوي اقتصادي بندیزونه باید تر هغې په خپل حال وي ، چې د ( مینسک دویم ) په نوم د سولې تړون په بشپړ ډول عملي شوي نه وي، او روسيه د خپلو ګاونډیو هیوادونو خپلواکۍ ته په احترام قایله شوې نه وي.

دواړو مشرانو د نړۍ د اووه بډایو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې نه وړاندې په باوېریا ولایت کې سره وکتل. مېرمن مېرکل وروسته وویل : ((روسیه باید په یوکراین کې د خپلو کړنو په سر د « جي اووه » هیوادونو د ارزښتونو له ډلې د باندې پاتې شي.))

امریکا او د دوی اروپايی اتحادیانو تیرکال وروسته له هغې پر روسيې څو وارې اقتصادي بندیزونه اعلان کړل ، چې مسکاو له اوکراین څخه د کرایمیا ټاپو وزمه ترخپل واک لاندې راوستله.

د مینسک دوه په نوم تړون چې د روان کال په فبرورۍ کې د بیلاروس په پلزمینه کې وشو ، موخه یې په ختیځ یوکراین کې د جګړې ختمول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG