د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې انتخابات روان دي


اسلام اباد - د پاکستان د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ لپاره د ووټونو اچولو بهیر روان دی. دا عمل د دوشنبې یا ګل ورځې له سهار اتو بجو پیل شو چې بې له ځنډه به تر پینځو بجو روان وي.

د ګلګت بلتستان په قانون سازې اسمبلۍ کې ۳۴ څوکۍ دي چې پکې پر ۲۴ انتخابات روان دي.

په دې اسمبلۍ کې درې څوکۍ د ماهرانو یا ټیکنو کراټانو او شپږ د ښځو لپاره دي.

انتخابات په اووه ضلعو کې روان دي چې پکې ۲۰۲ نوماندان یو بل ته مخامخ دي.

په سیمه کې شاوخوا شپږ لکه کسان د خپلو رایو یا ووټونو کارولو قانوني حق لري.

چارواکي وايي، په سیمه کې د رایې یا ووټونو ورکولو ۱۵۲ مرکزونه په امنیتي توګه حساس او ۲۰۵ ډېر حساس ګرځول شوي دي.

په انتخاباتو کې د شاوخوا ۱۷ سیاسي ګوندونو نوماندان برخه اخلي چې پکې مهم واکمن مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، تحریک انصاف، مجلس وحدت المسلمین، جمیعت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي دي.

دا مهال په سیمه کې د پوځ او الېکشن کمېشن تر څار لاندې انتخاباتي عمل روان دی. د ګلګت بلتستان خبریالان وايي، په انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو شمېر د تېر پرتله زیات ښکاري.

XS
SM
MD
LG