د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان جرګې حکومت ته نوي شرطونه ایښي


د شمالي وزیرستان د اتمانزیو وزیرو او داوړو یوې جرګې حکومت ته د روانې (جون) میاشت ۱۵مه نېټه ورکړې چې د دوی شرطونه دې ومني.

په بنو کې د جرګې پر مهال دې مشرانو شمالي وزیرستان ته د ستنېدو په اړه دا شرطونه د قامي اسمبلۍ غړي محمد نذیر ته وسپارل.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال محمد نذیر وویل، د جون پر لومړۍ نېټه اتمانزیو له حکومته غوښتنه وکړه چې په باعزته ډول دې دوی خپلو کلیو، کورونو ته ورستانه کړي.

ده وویل، په دې لړ کې یې د جون پر څلورمه د خیبر پښتونخوا له ګورنر سره ولیدل او هغه ورته وویل د اتمانزیو غوښتنې دې ورته په لیکلې بڼه وروړي.

نذیر زیاتوي، د [یکشنبې یا اتوار] پر ورځ یې له ټولو اتمانزیو وزیرو په لیکلې بڼه د هغوی غوښتنې واخیستې او دا به اوس والي یا ګورنر ته سپاري.

وزیرو او داوړو په خپل لیک کې له حکومته غوښتنه کړې چې ژر دې یې کلیو، کورونو ته ستانه کړي، په سیمه کې دې د پوځ له مداخلته ازاد ژوند زمینه ورته برابره کړي، پولیټیکل اېجنټ دې د پخوا په څېر واک ولري، د خاصه دارو له امنیتي پوستو پرته ټولې پوستې دې ختمې کړي او د وزیرستان معدني زېرمې دې اړونده قبیلو ته وسپارل شي.

د شمالي وزیرستان جرګې دا هم وویل چې خپلو سیمو ته ستانه شول نو د بازارونو او ودانیو د ورانېدو کچ ته په کتو به له حکومته تاوان غواړي، او حکومت دې ورته د دې وعده هم ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG