د لاسرسي ځای

په کوټه کې وسله وال برید، پینځه هزاره ګان وژل شوي دي


په کوټه کې د وسله والو په برید کې پینځه هزاره ګان وژل شوي دي.

پولیس وايي، پېښه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د کوټې له باچا خان څلور لارې سره نېږدې وشوه. تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پر مهال یې یو پښتون هم وژل شوی.

هزاره مظاهره کوونکو مشال راډيو ته وویل، حکومت یې د ځان او مال ساتنه نشي کولای او نه هم د دوی د ملګرو او خپلوانو وژونکي د قانون منګولو ته سپارلی شي.

تر دې مخکې هم په بلوچستان کې او په ځانګړي ډول په کوټه کې داسې پېښې شوې دي.

د یکشنبې د ورځې برید پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG