د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې پینځه هزاره ګان او یو پښتون وژل شوي دي


کوټه - د بلوچستان په کوټه کې د وسله والو په برید کې پینځه هزاره ګان وژل شوي دي.

پولیس وايي، پېښه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د کوټې له باچا خان څلور لارې سره نېږدې وشوه. تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پر مهال یې یو پښتون هم وژل شوی.

هزاره مظاهره کوونکو مشال راډيو ته وویل، حکومت یې د ځان او مال ساتنه نشي کولای او نه هم د دوی د ملګرو او خپلوانو وژونکي د قانون منګولو ته سپارلی شي.

تر دې مخکې هم په بلوچستان کې او په ځانګړي ډول په کوټه کې داسې پېښې شوې دي.

په کوټه کې پر هزاره اهل تشیع په بریدونو کې په سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. د ناامنیو له کبله د هزاره ګانو تر څنګ په کوټه کې د نورو کاروبارونه هم اغېزمن شوي دي.

د یکشنبې د ورځې برید پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG