د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت او د اپوزیسون ګوندونو ترمنځ کړکیچ


د پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک
د پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک

په خیبر پښتونخوا کې درېوو سیاسي ګوندونو ترسره شویو وروستیو بلدیاتي انتخاباتو کې پر واکمن ګوند تحریک انصاف د درغلیو تورونه لګولي. عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام پر حکومت غږ کړی چې استعفی دې ورکړي ګینې دوی به د جون د لسمې نیټې نه د احتجاج لړۍ پیل کړي. کارپوه خادم حسین وايي د پښتونخوا اوسنی حکومت په کړکیچونو کې راګیر دی :

کارپوه خادم حسین
کارپوه خادم حسین

« کړکیچونه خو په هر صورت موجود دي، که د انتظامي تبدیلۍ سره د دغو کړکیچونو حل راووځي، غالبا دا به یو لوی قیمت نه وي. زما خیال دی چې په سیاسي یا سماجي حواله باندې پکار دادي چې د ډایلاګ یا د مکالمې ، مباحثې او د مصلحت نه باید کار واخیستل شي. »

په داسې حال کې چې درې واکمن ګوندونه د تحریک انصاف نه د استعفی غوښتنه کوي، دغه ګوند به له دې غوښتنې څومره ترفشار لاندې راشي او څومره ممکنه ده چې استعفی به ورکړي ؟ د دغو پوښتنو په ځواب کې کارپوه اعجاز خټک وايي :

کارپوه اعجاز خټک
کارپوه اعجاز خټک

« په اوسني حکومت باندې یو لوی فشار پروت دی، دا چې دوی د دې فشار نه راووځي او که حکومت به پریږدي، دا په دې اډاڼه لري چې د یادو درې مخالفو ګوندونو مبارزه ترکومه حده پیاوړې ده، اوس خو هغوی یوازې د احتجاج اعلان کړی دی، عملا یې لا دا کار نه دی پیل کړی. »

بل پلو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې که د ټولو ګوندونو خوښه وي، نو دوی د بلدیاتي انتخاباتو په دوهم ځل کولو ته چمتو دي، خو کارپوهان وايي دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې صوبايي حکومت مات شي، نګران حکومت جوړ شي، او د انتخاباتو کمیسون ته رسمي لیک واستول شي. خو دم ګړۍ ته د پښتونخوا اوسنی حکومت د واک پریښودلو ته راضي نه معلومیږي.

XS
SM
MD
LG