د لاسرسي ځای

د هند او بنګله دېش ترمنځ د سیمو د سپارلو تاریخي تړون وشو


د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د سرحدي سيمو د راکړې ورکړې په تړون د دې سيمو په زرګونو خلکو د خوشالۍ څرګندونه کړېده. د دغو يونيم سلو کلیو خلک د صحت او تعليم په څېر بنيادي اسانتياوې نه لري خو اوس به دا خلک د بنګله ديش يا هندوستان شهريت ترلاسه کړي او د دوی په خبره له دې وروسته به دوی د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي.

د هندوستان او بنګلاديش ترمنځ د سيمو د راکړې ورکړې تاريخي تړون شوی دی چې په کې ۱۵۰ کلي شامل دي. د دواړو هيوادونو ترمنځ شا و خوا ۴۰۰۰ کلومېټره اوږده پوله ده او په دې پوله له لسيزو راهيسې په زرګونو بنګالیان د هندوستان په څه باندې ۵۰ کلېو کې اباد دي او دغه رنګ له دې بيازيات شمېر کې هندیان د بنګلاديش په نږدې ۱۰۰ کلېو کې اباد دي، خو له بده مرغه دوی د دواړو هيوادونو له اسانتیاوو او خدماتو محرومه دي. خو اوس له ياد تړون سره د دې شا و خوا ۱۵۰ کلېو وسيدونکو ته دا حق ورکړل شو چې هغوی هندوستان ته تلل غواړي او که بنګلاديش ته او دارنګ دوی ته په په يادو دواړو هيوادونو کې د يو شهريت به هم ترلاسه شي.

همداراز اوس به د هندوستان او بنګله ديش ترمنځ د يادو سيمو تبادله کيږي. په مقاله کې راغلي چې په حقيقي معنو کې د يادو سيمو خلکو هيڅ کوم هيواد نه و ځکه چې دوی ته نه د بنګله ديش او نه هم د هندوستان سرکاري اسانتياوې ترلاسه وې.

د هندوستان او بنګله ديش ترمنځ د سيمو د راکړې ورکړې دا تړون په ډاکه کې د هندوستان او د بنګله دېش د لومړیو وزیرانو نريندر مودي او شيخ حسينه واجد په موجودګۍ کې د دواړو هيوادونو د بهرنیو چارو سکترانو لاس ليک کړو.

د دغه تړون پر لاس ليکولو د يادو کلېو خلکو ډيره د خوشالۍ څرګندونه کړېده. د بنګله ديش په زمکه اباد د هندوستان د يو کلي اوسيدونکی معين الحق وايي د هغه په وهم او ګمان کې هم نه وه چې ګنې هغه به د کوم هيواد وګړی جوړ شي. له خبري اژانس سره په خبرو کې نوموړی له زياتې خوشالۍ په ژړا شو او ويل چې اخر کار دوی ۶۸ کاله پس د آزادۍ خوند وليدو.

همداراز بيا د هندوستان پر زمکه د بنګله ديش د يو کلي اوسيدونکی غلام مصطفی وايي وس هغوي ټول د بنګله ديش وګړي دي او له دې احساس سره د دوی ټول تکليفونه او مايوسۍ ختم شوي دي. دده په خبره وس دوی آزاد دی او د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي.

په راپور کې راغلي دي چې د يادو کلېو اوسيدونکيو د تعليم او صحت په څېر نورې بنيادې اسانتياوې نه لرلي ځکه چې دوی له خپلو قامي حکومتونو پرې شوي وو.

بنګلاديش دغه تړون په کال ۱۹۷۴ کې منلی و خو د هندوستان پارلېمان تیره میاشت د دې منظوري ورکړه. پر دې سربيره مودي د خالي پر ورځ له حسينه واجد سره نور هم يو شمېر لوظنامې لاس ليک کړې دي.

XS
SM
MD
LG