د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : د بې هوابازه الوتکې برید کې ۷ وسله وال وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په شمالي وزیرستان کې د بې هوابازه امریکايي الوتکې په یو برید کې اوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

سرکاري چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا برید پرون د افغانستان پولې ته نږدې په شوال سیمه کې ترسره شوی دی. دوی وايي دوه توغندي د وسله والو اړوند په یو کور لګیدلي او هغوی یې زیانمن کړي دي.

ځايي اوسیدونکیو هم مشال راډیو ته په دې اړه ویلي چې بې هوابازه امریکايي الوتکو د وسله والو په یو کور توغندي داغلي خو دوی ته د نږدې ورتلو اجازه څوک نه ورکوي، نو ځکه نشي ویلی چې څومره کسان به پکې وژل شوي وي.

خو استخباراتي ادارې بیا وايي په برید کې د اوو نه نیولې تر نهو پورې وسله وال وژل شوي چې د دوی په وینا بهرنیان هم پکې شامل دی.

تر دې وړاندې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې برید د افغانستان په خاوره کې دننه شوی خو ، د شوال سیمې خلک وايي په نخښه شوی کور د کرښې دې غاړې ته دی.

په دوه زره پنځلسم کال کې دا نهم ځل دی چې بې هوابازه امریکايي الوتکې په قبایلي سیمو بریدونه کوی.

امریکا د بې هوابازه الوتکو د لارې وخت په وخت د القاعدې او طالبانو مهم مشران په نخښه کړي دي. پاکستان کله کله امریکا ته د دغو بریدونو په تناظر کې احتجاج هم کوي او وايي چې دا یې د خپلواکۍ پرضد بریدونه دي، خو امریکا خپل بریدونه نه دي ودرولي.

XS
SM
MD
LG