د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د راپرځولو لپاره د درېوو مخالفو ګوندونو هڅې پیل شوې


د خيبر پښتونخوا د اپوزیسون درېوو ګوندونو په بلدياتي انتخاباتو کې د مبينه درغليو پرضد د جون په لسمه نيټه په ټوله صوبه کې د هړتال او لاريون اعلان کړی دی.

دا اعلان پرون د عوامي نيشنل ګوند، پيپلز ګوند او جمعيت علما اسلام « ف » ډلې مشرانو په پيښور کې د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ.

د جمعيت علما اسلام « ف » ډلې صوبايي عمومي سکتر شجاع الملک پرون مشال راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

« پوره صوبه به د جون په لسمه جام کیږي. هغه خلک چې د تیرو انتخاباتو نه پس یې د درغلۍ پرضد په اسلام اباد کې لاریونونه کول ، دا ځل یې خپله په بلدیاتي انتخاباتو کې درغلي کړېده. دوی باید استعفی ورکړي. »

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخارحسین په دې موقع وویل دوی پوره باور لري چې د انتخاباتو پرمهال ټګي برګي شوېده.

« سل په سل درغلي شوې ده، په ټوله صوبه کې شوېده، دوی د جمهوریت توهین کړی. د انتخاباتو نه مخکې،دانتخاباتو په دوران کې او د انتخاباتو پرمهال ټګي شوې ده. »

میا افتخارحسین وايي ترڅو اوسنی صوبايي حکومت ختم شوی نه وي ، دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

خود صوبې واکمن تحريک انصاف ګوند وايي که چېري په بلدياتې انتخاباتو کې درغلي ثابته شوه، نو دوی يو ځل بيا بلدياتي انتخاباتو کولو ته تيار دي.

بل لور ته د جنوبي وزیرستان مشرانو ویلي دي چې باید په قبایلي سیمو کې هم بلدیاتي انتخابات وکړل شي چې دا شان دوی هم په جمهوري عمل کې برخه واخلي.

د سیمي یو مشر بادام ګل نن مشال راډیو ته وویل ،په فاټا کې بلدیاتي انتخابات نه کول ، د قبایلو د پرمختګ مخه نیول دي. بل اړخ ته د فاټا سیکټریټ ویاند فضل الله مشال راډیو ته نن ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر په فاټا کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره هلي ځلي پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG