د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان پر یمګان ولسواۍ وسله والو طالبان برید کړې


د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په یمګان ولسوالۍ له څو خواوو برید کړې ده.

د بدخشان د امنیت آمر سخي داد حیدري مشالي راډیو ته وویل چې له نن(شنبه) سهار راهیسې د افغان پوځیانو او لسګونه وسله والو مخالفینو تر منځ په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده؛ خو تلفات یې لا نه دي معلوم.

اخوا د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی د وسله والو طالبانو دا ادعا چې یمګان ولسوالۍ یې نیولې ردوي او وايي چې ځینې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په یمګان باندې یې حمله کړې او دا ولسوالۍ یې له افغان حکومته نیولې ده.

افغان چارواکي وايي چې سیمې ته یې نور تازه دمي سرتیري استولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG