د لاسرسي ځای

څارونکي د اوکراین د جګړې په اړه اندېښمن دي


د اوکراین په ختیځ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان OSCE څارونکي پلاوي خبرداری ورکړی چې د دولتي ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو ترمینځ له اوربند څخه جدي سرغړونې په زیاتېدو دي.

د OSCE د پلاوي مرستیال مشر الکساندر هګ Alexander Hug د ملګروملتونو امنیت شورا ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل، د دوی څارونکو په ځینو سیمو کې د درنو وسلو وړل راوړل او د هغو کارول لیدلي دي.

هګ پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې بیا خبرې اترې پیل کړي.

د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه دوه ورځې وروسته له هغه جوړېږي چې بېلتونپالو پر مرینکا Maryinka ښار چې د حکومت تر ولکې لاندې دی، برید وکړ.

اوکرایني چارواکو ویلي چې خپلې یوشمېر درنې وسلې یې د هغو حملو د شنډولو لپاره د جبهې لومړۍ کرښې ته یوړې چې بېلتونپالو له ټانکونو او نورو درنو وسلو څخه کار پکې واخیست.

د ملګروملتونو د سیاسي برخې مشر جیفري فیلټمن وویل، د مرینکا په شاوخوا سیمو کې نښتو اته ویشت ملکي وګړي ووژل.

XS
SM
MD
LG