د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکې کې چاودنو دوه تنه وژلي دي


ترکي چارواکي وايي د کردانو د یو سیاسي ګوند په انتخاباتي ريلۍ دوو بمي چاودنولږترلږه دوه کسان وژلې دي.

د ترکیې په جنوبي ښار دیار باقر کې Diyarbakir د کردستان د خلکو دیموکراتیک ګوند د انتخاباتو په غونډه کې پرونۍ چاودنه په داسې حال کې کېږي چې په ترکیه کې عمومي پارلماني انتخابات سبا د اتوار په ورځ ترسره کېږي.

د ترکیې د کرنې وزیر مهدي ایکیر وویل چې په دې چاودنه کې له سلو زیات کسان او ډېری یې سخت ژوبل شوي دي.

ولسمشر رجب طیب اردوان وویل، دا حمله هغو کسانو کړې ده چې غواړي د انتخاباتو په درشل کې د سولې هڅې زیانمنې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG