د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې په اړه په ناروې هیواد کې غونډه شوې


د ناروې مرکز اسلو ته نږدې د طالبانو او یو شمیر افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ غونډه پرون پای ته ورسیده.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي شورا لږ تر لږه پنځو میرمنو د شکریه بارکزۍ او فوزیه کوفي په ګډون برخه اخیستې وه.

خبري اژانس اسوشیټد پریس څرګندوي.د طالبانو په استازیتوب د دوی د رژیم د وخت جګپوړي چارواکي شیر محمد عباس ستانکزي او محمد زاهد احمدزاده چې د طالبانو د رژیم په زمانه کې یې مهمه چوکۍ نه لرله، برخه اخیستې وه.

د افغانستان حکومت د اسلو د غونډې ستاینه کړې او په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه ويلي دي چې کومو کسانوپه دې غونډه کې ګډون کړی دی هغوی د افغانستان د حکومت په استازیتوب اسلو ته نه دې تللي .

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنېو ته ويلي دي چې په ناروې کي د افغان سیاست والو، د مدنې ټولنو د غړو او طالبانو د استازو ترمنځ روانې خبرې رسمې ندی او د سولې مذاکره نه بلل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG