د لاسرسي ځای

په غزني کې چاودنې نهه تنه عام وګړي وژلي


د افغانستان غزني ښار ته څېرمه یوې چاودنې ۲۹ کسان مړه او ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي چې چاودنه پرون ماسپښین مهال د غزني ښار په لس کیلومترۍ کې په نوغي نومې سیمه کې د واده پر یو موټر شوې او قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي دي.

د غزني مرستیال والي محمدعلي احمدي وايي، موټر پر هغه ماین برابر شوی چې وسله والو طالبانو ښخ کړی و.

د احمدي په وینا چاودنې نهه کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي. نوموړی زیاتوي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

XS
SM
MD
LG