د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې اوسېدونکي د کاروبار اجازه غواړي


د خېبر ايجنسۍ د باړې اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې په سيمه کې امنيتي وضعه ښه شوې نو پکار ده چې حکومت دوي ته د خپلو کاروباري مرکزونو د خلاصولو اجازه ورکړي.

د خیبر ایجنسې د باړې سیمې مشرانو پرون مشال راديو ته وويل چې په سيمه کې د نښتو او پوځي عملیاتو له کبله د تیرې اوږدې مودې راهیسې بازارونه تړلي پراته دي چې له وجېیی د دوی کاروباري هلې ځلې په ټپه دريدلې دي.

بلخوا د خیبر ايجنسۍ پولیټیکل چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې د باړې بازار د خلاصېدو پهلړ کې يې له پوځي چارواکو سره خبرې روانې دي.

په باړه کې د شا و خوا شږو کالو پورې پوځي عمليات ترسره شول او دارنګ د روان کال په مارچ مياشت کې د يادې سيمې کډوالو خپلو سيمو ته ستندل پيل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG