د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملاله یوسفزۍ په برید ککړ کسان خوشي شوي دي


پاکستاني چارواکې وايې په هغو لسو کسانو کې اته کسان خوشې کړل شوي دي کومو ته چې د رپورټونو له مخې په ملاله يوسفزۍ د بريد کولو په بدل کې د عمر قيد سزا اورول شوې وه .

د اپريل په مياشت کې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ د مخنيوي يو عدالت اعلان وکړ چې د پاکستاني طالبانو هغو لسو کسانو ته يې د عمر قيد سزا اورولې چې په ۲۰۱۲ م کال کې د سوات په ملاله يوسفزۍ بريد کې ککړ ګرځيدلې وو.

خو وس داسې خبر مخې ته راغلې دی چې په دغو کې يواځې دوو کسانو ته د قيد سزا ورکړل شوی او اته کسان خوشې شوي دي.

په لندن کې د پاکستاني ډپلومېټک مشن وياند منير احمد پرون ويلي دي چې یاد اته کسان د ثبوتونو د نشتوالې له کبله خوشې کړل شوي دي.

د سوات د ضلعې پوليسو مشر د دې خبر پخلې کړې چې عدالت يواځې دوه کسانو ته سزا اورولې.

د تعليم مبارزه ملاله يوسفزۍ چې طالبانو په ډزو ژوبل کړې وه نوموړې د نوبېل امن جايزه هم ګټلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG