د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سولې په نامه افغانستان د پاکستان منګولو ته سپارل نه منم'


'د سولې په نامه افغانستان د پاکستان منګولو ته سپارل نه منم'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتو هوکړه لیک باید ژرتر ژره له منځه ولاړ شي. ښاغلی کرزی د امریکا غږ اشنا ټېلیویژن سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د پاکستان پر وړاندې د ملي وحدت د حکومت سیاست سم نه دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ترمنځ استخباراتي تفاهم د افغانانو د "ملي گټو پر ضد" یو سند دی. د افغانستان حکومت د پاکستان سره د استخباراتي سند د لاس لیک کولو وروسته وویل چې داسې یو سند په تیرو کلونو کې هم د پاکستان سره لاس لیک شوی و، خو ښاغلی کرزی وایي حکومت یې هیڅکله داسې یو سند له پاکستان سره نه دی لاس لیک کړی. د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې هیڅکله هم د سیاسي اپوزیسیون د جوړولو په لټه کې نه دی او یواځې د مهمو ملي موضوعگانو په هکله به خپل غږ اوچتوي.

XS
SM
MD
LG