د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سیاستوالې او د مدني ټولنې غړي په ناروې کې له طالب استازو سره خبرې کوي


د ناروې بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سیاستوالانو او د یو شمېر ښځو په ګډون د مدني ټولنو غړو یوه ډله په هغه هېواد کې د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند فرود اندرسن د پنجشنبې پر ورخ مشال راډیو ته په استولي برېښلیک کې ویلي ګډونوالو په شخصي توګه په دې غونډه کې برخه اخیستې چې ((غیر رسمي)) خبرې کوي او خپل شخصي نظرونه ورکوي.

رپورټونه وايي، په خبرو کې د افغانستان پارلېمان غړو شکریې بارکزۍ او فوزیه کوفي په شمول د سولې عالي شورا غړې حوا عالم نورستانۍ او صدیقه بلخي برخه اخلي.

ټاکل شوې چې خبرې نن (جمعه) هم دوام ولري. هلته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته په استولي پیغام کې پخلی کړی چې د طالبانو استازي په ناروې کې د افغان ټولنې له غړو سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG