په هلمند ولایت کې د پنجشې پر ورخ په یوې ځانوژونکې برید کې ۴ کسان ووژل شول.د هلمند د امنیه قومندان نبي جان ملاخېل په وینا په دې برید کې چې د لشکرګاه او کندهار پر لویه لار وشو؛ د یوه پولیس په ګډون ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې ۴ پولیس او ۲ لارویان دي.
د ملا خېل په وینا د دې حملې چې د موټر بم په وسیله وشوه؛ اصلي هدف د پولیسو د تلاشۍ پوسته وه.