د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ولایتي شورا او مدني ټولنې په خپلو کې همغږي ډېروي


د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي وايي، چې دوی به په خپلو کې د همغږۍ او ملګرتوب د ډېرولو له لارې د خلکو د ستونزو د حلولو او د مرکزي حکومت څخه د خپلې سیمې د حقونو د ترلاسه کولو له پاره کار وکړي.

د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي وايي، چې دوی به په خپلو کې د همغږۍ او ملګرتوب د ډېرولو له لارې د خلکو د ستونزو د حلولو او د مرکزي حکومت څخه د خپلې سیمې د حقونو د ترلاسه کولو له پاره کار وکړي.

دوی دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ولایتي شورا او مدني ټولنو د ګډ کار او همغږۍ له پاره په مشورتي ناسته کې وکړې.

یاده ناسته چې د یوناما یا ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې وه، په کې د خوست د ولایتي شورا غړو او د ګڼو مدني بنسټونو استازیو برخه اخیستې وه.

د خوست ولایتي شورا استازې زهره جلال مشال راډیو ته وویل، چې په دې ځای کې د خلکو غوښتنو او د بیارغونې په برخه کې پراخو ضرورتونو د ولایتي شوزا او مدني ټولنو تر منځ د همغږۍ او ملګرتوب اړتیا ډېره کړې ده:

((ولایتي شورا هم د ولس استازي دي او د ولس استازیتوب کوي، مدني ټولنه هم خپلواکه ده، د خلکو غیر رسمي استازیتوب کوي، په خوست کې د اتحاد د ټېنګښت له پاره او د همغږۍ له پاره دا اړتیا پیدا شوې ده، چې په خپلو کې افهام او تفهیم وشي، ورو ورو به مشکلات حل شي، ممکنه ده ولایتي شورا او مدني ټولنې په خپلو کې ښه قوي ملګري شي، دا جنبه بیا په حکومت سالم فشار راوړي او په دې توګه د هېواد او خلکو له پاره د ښه خدمت جوګه وګرځي.))

د خوست د ولایتي شورا یو بل تن غړی قمرعلي لکڼوال هم په دې باور دی، چې ولایتي شورا او مدني ټولنې د ګډ کار له لارې د ولایت په بیارغونه او نورو ملي مسائیلو کې د خلکو د هڅونې له پاره ښه کار کولای شي:

((دا ډول ناستې او تفاهم د ولایت په ټولیزه پرمختیا کې، بیارغونه او دې ته ورته په نورو مسائیلو کې او ملي مسائیلو کې ښه رول بازي کوي او انشاالله په راتلونکې کې هم موږ دا ډول ناستو ته دوام ورکوو.))

د مدني ټولنو او ولایتي شورا د انسجام او همغږۍ اسانچاری عبدالولي واحدزی وايي، ولایتي شورا او مدني ټولنه دواړه د ولس حرکتونه دي او که چیرې دا دواړه حرکتونه په ګډه کار وکړي، نو په خوست کې نږدې ټولو ستونزو ته حل لارې موندلای شي او په دې توګه به د همغږۍ یوه ښه فضاء رامنځته شي.

واحدزی زیاتوي، که چیرې د خوستوالو مهمې غوښتنې د مرکزي حکومت نه د ولایتي شورا او مدني ټولنو له خوا په ګډه مطرح شي، نو له شک پرته به ښې لاسته راوړنې ولري.

بلخوا مدني فعال محمدغفور مهیدي تېرو تجربو ته په کتو انديښنه لري که دا ډول حرکتونه له پروژوي حالته په یوه اساسي پروسه بدل نه شي، نو ممکن ټاکلي هدفونه چې د خوست پرمختګ او د ولس د حقوقو تامینول دي، سرته ونه رسیږي:

((په تېرو کې د مدني ټولنو د انسجام له پاره په خپله یوناما یو فعالیت وکړ، خو هغه له بدمرغه د لنډ مهال له پاره یوه پروژه وه، چې د مدني ټولنو د همغږۍ له پاره يې څه ونه کړل، که یوناما په رښتیني توګه

وغواړي، نو دا دوی په اختیار کې شته، چې مدني سرچینې ورته برابرې کړي، نو ممکن پایلې يې ښې شي.))

که څه هم په خوست کې د مدني ټولنو، ځايي ادارې او ولایتي شورا تر منځ د همغږۍ او ملګرتوب اړتیا له پخوا موجوده ده، خو د بیلابیلو لاملونو پر اساس دا درې واړه ډلې نه دي توانیدلي، چې په خپلو کې د باور فضاء ټېنګه کړي او په ګډه د خوست د پرمخیتا او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته کار وکړي.

XS
SM
MD
LG