د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وروستي ترهګر تر ختمېدو به ضرب عضب دوام لري'


صدر ممنون حسین د پاکستان او چین ترمینځه اقتصادي راهدارې منصوبې په اړه وویل چې دا یو کامیابي ده او دا منصوبه کامیابه جوړولو لپاره به سخت محنت کول وي.

د پارلیمان مشترکه غونډې ته د پاکستان صدر ممنون حسین په خپل خطاب کې وویل چې په ملک کې تر وروستي ترهګره به اپریشن ضرب عضب روان وي، که دا ترهګر په قبایلي سیمو کې سرګرم وي او که د ملک په نور برخو.

د نوي پارلیماني کال په شروع کېدو صدر په خپل خطاب کې مشترکه غونډې ته وویل چې قومي ایکشن پلان کامیابې سره روان دي او په دې به عملدرامد تر اخرني وسله واله جاري وي.

«وسله والو او دهغوی پر سرغنه وو «مشرانو» باندې واضحه کوو چې د اخرنې وسله وال خاتمې پورې به دا اپریشن جاري وي ، ایا دا وسله وال قبایلي سیمو کې سرګرم وي یا کراچې او یا د ملک په نور برخو کې. دوی د مسلمانانو مختلف مکاتب فکر په نښه کوي، اقلیتونه په نښه کوي، زموږ ایمان دی چې په پاکستان کې اوسېدونکې ټول خلک که هغه هر قسمه رنګ ونسل یا عقېدي سره تعلق لري هغوی د پاکستان وګړي دي. دا وسله وال دې په هېڅ غلط فهمې کې نه وي هغوی به په هر صورت کې خپل انجام ته رسول کیږي»

صدر ممنون حسین حکومتي کارکرګې په اړه خپل خطاب کې وویل چې د ماضی په نسبت حکومتي چارو کې ښه والی تر سترګو کېږي او اقتصادي اعشاریې هم ښه شوې دې، اګرچه د بهترې ګنجایش هر وخت وي خو صورتحال ښه شوې دې.

خپل خطاب کې صدر ممنون حسین د قبایلي سیمو کډوالو په اړه زیاته کړه چې پاکستان کې د امن لاره د قبایلي سیمو د اولس د زړونو نه تیریږي، حکومت د دوی لپاره ښې منصوبې جوړې کړې او فنډونه یې ورته مختص کړي دي باید چې په دې لړ کې نور هم کار وکړل شي.

پولیو مخنیوي په اړه صدر ممنون حسین نړیوالې ورورولې ته وینا وه چې د مسلې حل پابندي نه بلکې همدردانه طرز عمل دې او هغه پولیو ورکران کوم چې وژل شوې دي هغې کورنې به داسي نه پریښودل کیږي.

صدر په ترهګرې کې د وژل شوو ذکر هم وکړو چې د شپيته زره وژل شوو عام ولس او سیکیورټي اهلکارانو قربانیانې به نه هیرول کیږي.

د دې ترڅنګ صدر ممنون حسین د پاکستان او چین ترمینځه اقتصادي راهدارې منصوبې په اړه وویل چې دا یو کامیابي ده او دا منصوبه کامیابه جوړولو لپاره به سخت محنت کول وي.

د ملک اقتصاد په اړه صدر ممنون حسین وویل چې اقتصادي اشارې مثبته دي او غیر ملکي مالیاتي ادارو پاکستان کې د معشیت د ښه والې ستاینه کړې ده.

له دې سره سره صدر ممنون حسین د بجلې نظام ښه جوړولو او بجلې پيداوار زیاتولو په اړه خپلې وینا کې وویل چې په دې د یو شان د توجو ضرورت دی.

له دې علاوه له افغانستان سره د تعلقاتو په حقله صدر ممنون حسین په خپل خطاب کې وینا وه چې له افغانستان نوي حکومت سره د تعلقاتو د نوي دور اغاز وشو، موږ خوشاله یو چې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني په مشرې کې نوی حکومت د پاکستان د پیش قدمې مثبته جواب ورکړ.

صدر وویل هغه غواړې چې په بجټ کې تعلیم لپاره دې نور هم رقم مختص شي او خواهش لري چې د پرایمري تعلیم شعبه دې ښځو ته حواله کړل شي.

XS
SM
MD
LG