د لاسرسي ځای

د خېبر پښتونخوا حکومت درغلي کړې، باید مستعفي شي


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د چارشنبې پر ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند په بلدياتي ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړ او له صوبايي حکومته يې وغوښتل چې ژر تر ژره دې استعفا ورکړي. نوموړي همدا راز وويل چې په دې صوبه کې دې د صوبايي اسمبلۍ او بلدياتي ټاکنې د يوه مؤقتي حکومت تر ادارې او د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون تر مستقيم څار لاندې بيا ترسره شي. د اې اېن پي صوبايي مشر او د خېبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر حیدر هوتي او د دغه ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن وايي، د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د درغلیو په تور د وزیر اعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوله نو دی دې هم په بلدیاتي انتخاباتو کې د خپل ګوند له لوري د درغلیو کولو پر سر اوس استعفا ورکړي. خو تحریک انصاف وايي، دوی هېڅ درغلي نه ده کړې بلکې سردوارې ټاکنو کولو ته تیار دي. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG