د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ په څارنه کې بیا ټاکنو ته تيار يو: عمران خان


عمران خان د تحریک انصاف مشر
عمران خان د تحریک انصاف مشر

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي، هيڅ شک نشته چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده خو په ټوله صوبه کې له نوې سره انتخابات کول ګرانه ده

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې د پوځ په څارنه کې دوباره بلدياتي انتخابات کولو ته تيار دی.

د نهې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې د تحريک انصاف مشر عمران خان وويل چې اليکشن کميشن دې فيصله وکړي که ټاکنې په صحيح توګه نه وي شوي نو په ټوله صوبه دوباره انتخاباتو لپاره تيار يو او يا که په ځنو مخصوصو پولنګ استيشنو کې دوباره انتخابات کول غواړي نو هم پرې دوي ته هيڅ اعتراض نشته

د نوموړي وينا وه (موږ دوباره انتخاباتو لپاره تيار يو او د پوځ په نګرانۍ کې دې وشي او ذه دا پيشنګوئي کوم چې انشاءالله دوباره به هم موږ په درون اکثريت سره کاميابي ترلاسه کوؤ او ترڅو چې د اليکشن کميشن دا بيان چې موږ خو وويلې و چې انتخابات دې مرحله وار وکړې شي خو صوبايي حکومت په يوه ورځ کول غوښتل نو اليکشن کميشن دې خپله ذمه واري قبوله کړي او په صوبه کې اليکشن کول د صوبايي حکومت نه بلکه د اليکشن کميشن کار دې)

د عمران خان په دې وړانديز په پاکستان کې کارپوهان څه نظر لري؟

د سياسي چارو کارپوه سليم احمد دا د مجبورۍ بيان ګرځوي او وايي چې تحريک انصاف پخپله په انتخاپاتو کې د د درغلۍ پرضد او اوګد سياسي تحريک چلولې و نو اوس چې پرې نوروو ګوندونو الزامات ولګول نو د دوي خلې بندولو لپاره يي دا بيان ورکړو بله دا چې په تحريک انصاف الزامات صرف اپوزيشن ګوندونه نه بلکه د دوي اتحادي ګوندونو هم لګوي نو دا وجه هم ده چې عمران خان دا بيان ورکړو،

يو بل د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې دې کې هيڅ شک نشته چې په انتخاباتو کې درغلي شويده خو په ټوله صوبه کې بيا د سره انتخابات کول ګرانه ده البته چې په کومو حلقو کې د درغلو خبرې کيږي نو هغلته دوباره ټاکنې کيدې شي،

د يادونې ده چې د پاکستان تحريک انصاف اتحادي ګوندونو جماعت اسلامي او عوامي جمهوريه اتحاد پشمول نورو سياسي ګوندونو د انتخاباتو دوران په تحريک انصاف د درغلۍ او بدانتظامۍ تورونه لګولې دي او غوښتنه يي کړيده چې په صوبه کې دې بيا انتخابات وکړې شي.

XS
SM
MD
LG