د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې د پښتنو ټولوژنې ضد د پي اېس اېف احتجاج


چې بیا نه تُوره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي باداره دغه جنګ دې، د وطن اخیري جنګ شي

پرون، د جون پر ۲م ماځیګر ناوخته د بلوچستان په کوټه کې پښتنو زده کونکیو په مستونګ کې د پښتنو پر ډله ایزې وژنې احتجاج وکړ.دوي پر سړکونو راووتل او د پښتنو د وژونکیو په خلاف یې شعارونه ورکول .دغه احتجاج د عوامي نېشنل پارټۍ د زده کونکیو سازمان (پي-اېس-اېف) له اړخه ترتیب شوی وو.

یاده دې وي،د دوشنبې په ورځ د پښتنو زده کونکیو له اړخه احتجاج په داسې حال کې ترسره شو،چې هم په دغه ورځ په کوټه کې د پاکستان وزیراعظم په مشرې کې را بلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د مستونګ پر پېښې او وروسته د امنیت پر پلانونو خبرې وشوې.

د پي-اېس-اېف (پښتون سټوډنټس فېډرېشن) له اړخه دا احتجاجي مظاهره د کوټې له بېلابېلو لارو تېرېدلو وروسته د پرېس کلب مخې ته په احتجاجي غونډې بدله شوه.په دغه موقع د یاد سازمان صوبایي صدر، ملک انعام کاکړ د مستونګ خونړۍ پېښه په یادولو د دروېش دوراني په مشهوره شعر خپله وېنا پېل کړه.

چې بیا نه تُوره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې، د وطن اخیري جنګ شي

ملک انعام کاکړ په دغه موقع ووېل:

«خلک خو د مستونګ پېښه بس یوه پېښه ګڼي،خو د دې تر شا یو پس منظر پروت دی.چې کله هم دلته محکومو قامونو لاس په لاس کې ورکړی دی،نو د هغه په طرڅ کې داسې څه نا څه راغلې دي چې هغه قامونه په منځ کې سره وجنګوي.لاکن نن اغیار ته دا وایو چې د پردې شا ته ولاړ دی چې کمزوري به یو،مګر خپل بدل موږ نه پرېږدو.د پښتون وینه دومره ارزانه نه ده چې د چا زړه وغواړي،نو پر یوې چورنګۍ (څلورلارې) یې تویه کړي.اغیار دي واوري چې د فخر افغان باچا خان یو لاروی ژوندی وي،نو دومره دي راسره وشي چې سبا یې د کولو خلک زغم هم ولري»

د یاد سازمان، پي-اېس-اېف صوبایي جنرل سیکرټر اخلاق بازيي په مستونګ کې د پښتنو ډله ایزه وژنه وغندله او ویې ویل چې دا غمناکه پېښه به پښتانه هیڅکله هم هېره نه کړي،خو د ده په خبره،د پښتنو ځواب به بیا هم په قلم او کتاب وي:

«دوښمن دا کله هم نه شي زغملی چې پښتون دې پرمختګ وکړي.دوي سخته ویره لري چې که چیري پښتون قلم ته پرېښودل شو،که چیرې کتاب او لیک لوست یې لاره هواره شوه،نو بیا به دلته د پښتنو واکمنې وي»

په دغه موقع د یاد سازمان، پي-اېس-اېف یو بل غړي د خپلې وېنا پر مهال غږ وکړ چې باید پښتانه را ویښ شي او په دې سر خلاس کړي چې له دوي سره کومې کومې لوبې رواندې دي.

د دوشنبې په ورځ (د جون ۲یمه) ماځیګر ناوخته د پښتنو زده کونکیو له اړخه د مستونګ خونړۍ پېښې په خلاف په داسې حال کې احتجاج ترسره شو چې هم په دغه ورځ د پاکستان وزیراعظم،نوازشریف په مشرۍ کې کوټه کې تول ګوندیزه غونډه کې د مستونګ پر پېښې او له هغه وروسته د امنیت پر ټینګولو خبرې وکړل شوې.

XS
SM
MD
LG