د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: له جګړو زرګونه کورنۍ کډه شوې دي


په کندز کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره «د یو اېن اېچ سي ار» وایي، په دې ولایت کې د جګړو له پیله تر اوسه تر ۱۸زره ډېرې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د دې ادارې ویاند فهیم همدرد ازادي راډيو ته وویل چې د هېواد په شمال ختیځ کې دغو شمیرو ته په کتو داسې ښکاري چې په تېرو څو میاشتو کې د بې ځایه شوو کورنیو شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په تېرو څو میاشتو کې وسله والو مخالفانو د کندز په بېلابېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG