د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په قطر کې نظر بند طالبان دې افغانستان ته راوړل شي'


دغه طالبان په قطرکې د هغه هېواد د چارواکو تر څارنې لاندې وو او د جون په لومړۍ نیټه یې د نظر بندۍ نیټه پای ته ورسیده.

د افغانستان مشرانو جرګه وایي چې افغان حکومت باید په قطرکې د طالبانو پنځه نظر بند چارواکي افغانستان ته را انتقال کړي، چېیوکال وړاندې د یوه امریکایي عسکر بو برګډال په تبادله کې له ګوانتانامو زندانه ازاد او قطر ته انتقال کړل شي.

د مشرانو جرګې مشرفضل الهادي مسلمیار وایي، افغان حکومت باید د دې طالبانو ستونزه درک کړي او په وړاندې یې اقدام وکړي.

ښاغلي مسلمیار د سه شنبه په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې افغانستان قانوني نظام لري او که چیرې ثابته شي چې دغه طالبان په جرمونو کې ښکیل دي، نو باید د افغانستان دننه سزا وویني نه په قطر کې:

((پنځه تنه طالبان چې په قطرکې ژوند کوي، د هغوی وخت پوره شوی، نن په اخبارونو کې راغلي چې د هغوی وخت تمدید شو، افغان حکومت باید په دې اړه اندیښمن اوسي، دا مهم کسان امریکایانو د خپل یوه سرتیري په بدل کې له ګوانتانامو نه ازاد کړل، د افغانستان حکومت مکلف دی چې دوی افغانستان ته راولي، که څوک پر دوی عارض وي سزا دې وویني او که نه خوشې دې شي او د عادي افغان په توګه دې ژوند وکړي.))

پنځه طالب چارواکي محمد فاضل اخند، عبدالحق وثیق، ملا نورالله نوري، محمد نبي او خیرالله خیرخوا یوکال وړاندې د یوه امریکایي جنرال بو برګډال په تبادله کې له ګوانتانامو زندانه ازاد او قطر ته انتقال شول.

دغه طالب چارواکي په قطرکې د هغه هېواد د چارواکو تر څارنې لاندې وو او د جون په لومړۍ نیټه یې د نظر بندۍ نیټه پای ته ورسیده.

له دې سره سم یوه امریکایي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې پردغو پنځو طالبانو لګول شوی بندیزبه تر هغو جاري وي چې د دې مسالې د اوږدې مودې حل لارې لپاره ډیپلوماټیکې خبرې بشپړې شي.

دا د طالبانو هغه څیرې دي چې د کارپوهانو په باورد سولې په بهیر کې هم مثبت رول لوبولی شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم افغانستان ته د دې پنځو طالب چارواکو په راوستو ټينګار کوي او وایي دغه کسان د سولې په بهیرکې مثبت رول لوبولی شي. د دې جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي ازادي راډیو ته داسې وویل:

((د ولسي جرګې نظر همیشه همدا دی چې طالب بندیان که هر چیرې وي، باید افغانستان ته را انتقال شي، دلته موږ ثلاثه محاکم او خپل نظام لرو، موږ کولای شو چې له دوی نه د سولې لپاره ښه ګټه واخلو، زموږهیله بیا هم له دولته دادی چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له امریکا سره خبرې وکړي او دا کسان افغانستان ته را انتقال کړي.))

هڅه مو وکړه چې د ملي شورا د دواړو جرګو د دې غوښتنو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم را واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د سیاسي چارو یو شمېرکتوونکي وایي چې افغان حکومت باید د سولې د ټینګښت ابتکار په خپل لاس کې واخلي او هڅه وکړي چې د طالبانو بانفوذه اشخاص د بهرنیو هېوادونو له زندانونو څخه افغانستان ته را انتقال کړي.

دوی وایي، له دې سره به طالبان په حکومت کې د ځان د خوندیتوب ډاډ پيدا کړي او د سولې خبرو ته به زړه ښه کړي.

XS
SM
MD
LG