د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په بلدیاتي ټاکنو کې د ګډوډیو ذمه وار د خ. پښتونخوا حکومت نه دی'


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د بلدیاتي انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګولو ذمه واري مني خو په انتخاباتو کې د درغلۍ مخنیوی د انتخاباتي کمیشن کار دی.

په دې هکله پرون د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله مشال راډیو ته وویل، امنیت د صوبايي حکومت ذمه واري ده، خو په انتخاباتي مرکزونو کې د ګډوډیو او بدانتظامیو ذمه واري د الېکشن کمیشن ده.

دیادونې وړ ده چې د انتخاباتو د څار یوې غېر سرکاري ادارې /فافېن/ ويلي چې د مې پر دېرشمه نیټه د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت او د انتخاباتو کمیشن په پرامنه او شفافو انتخاباتو کولو کې پاتې راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG