د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډورن برید په شمالي وزیرستان کې ۱۴تنه مشکوک وسله وال ووژل


د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې پرون دوشنبه ناوخته کې ۱۴ مشکوک سخت دریځه وسله وال وژل شوي دي.

دا کسان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید او د پاکستاني ځواکونو په هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي؛ بې پیلوټه الوتکې د دوشنبې په ورځ ناوخته په "شاوۍ" سیمه کې څلور مشکوک وسله وال چې په یوه موټر کې سپاره وو؛ ووژل.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي چې په دته خېلو سیمه کې جنګي الوتکو لس وسله وال ووژل.

په دې بریدونو کې د وسلو او مهماتو یوه ستره ډیپو هم له مینځه وړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG