د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښځو ته تعلیم مې لومړیتوب دی'


په خېبرپښتونخوا کې په دېرشم د ښاروالۍ انتخاباتو کې ګڼو ښځې بریالی شوې دي او هوډ یې ښودلی چې د خپلو خلکو هر ډول مرسته به کوي.

د چارسدې ترناب کلي اوسېدونکې صدف افتخار له خپله کلي کونسلره منتخب شوې ده، وايي، په ایجنډا یې وړومبۍ نمبر د جینکو تعلیم دی.

د دې په وینا چې سیاست ته د راتلو وجه هم دا ده چې د خپلې علاقې د جینکو تعلیم او ترقۍ لپاره کار وکړې او هم دغه وجه ده چې د تعلیم په نوم ورته ووټ ورکړل شو.

د خپل وړومبي مقصد په اړه وایي چې د خپلې سیمې جینکو لپاره د اتم په ځایی د دولسم ټولګي سکول جوړوي.

،، کله چې الیکشن لپاره ودریدم نو ما ټولو ته ویلي وو چې زما اهم مقصد په کلي کې د زنانو تعلیم خپرول دي ځکه چې زموږ په کلي کې د زنانو تعلیم لپاره هیڅ قسمه پرمختګ نه کیږي، بل دا چې زنانه یا تعلیم یافته دې او یا بې تعلیمه نو زه د دوی لپاره د دستکارۍ یو مرکز هم جوړل غواړم چې پکې دوی خپل قابلیت وښیي،،

د کوز دیر میدان سره تعلق لرونکې شمع قاسم چې مخکې هم د خپل کلي کونسلره وه او سږ کال بلا مقابله منتخب شوې دهوایي چې د دوی په سیمه کې د زنانه بهر راوتل ګران کار دی خو د خپلې کورنۍ د کمک له وجې دې یو وارې بیا دا حوصله وکړه.

له مشال راډیو سره په خبرو کې دې وویل غواړې چې خپلې علاقې زنانو لپاره کار وکړې.

،، سیاست د راتلو زما ډیر مخکې نه شوق وو ، خو دلته حالات داسي دې چې زنانو ته خپل حقوق نه دی ملاو او نه په خپل سر موږ څه کولی شو خو زما خاوند له ما سره مرسته وکړه نو زه غواړم چې د خپلې علاقې خلکو او په خاص توګه زنانو خدمت وکړم او د کوم حقونو چې زنانه حقدارې دې د هغې لپاره به کوشش کوم،،

د خېبرپښتونخوا صوبایې اسمبلې د مقامي انتخاباتو په اړه جوړې کړې شوې د قایمه کمیټې غړې راشده رفعت وایې چې په مقامي سطح د زنانو سیاست کې برخه اخیستلو نه به یو ښه ماحول جوړیږي.

دا زیاتوی،، دا څومره چې به سالانه ترقیاتي پروګرام وي نو دا به موږ ضلعو ته ورکوو او دا به هم دغه خلک استعمالوي کوم چې په مقامي انتخاباتو کې کامیابه شوې دي ، نو د مقامي انتخابات دا منتخب غړې به د ترقیاتي کارونه کوي،،

د دذکر ده په خېبرپښتونخوا کې د کال ۲۰۱۵ مقامي انتخاباتو کې څه د پاسه په شپږنیم زره سیټونو شاه خوا اونیم زره زنانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG