د لاسرسي ځای

تازه خبر

به کوټه کې د مستونګ پر پېښه ټول ګوندیزه غونډه


دغه ماشوم په مستونګ کې د پښتنو مساپرانو د ډله ییز برید پر مهال ژوندۍ راوتی وو.
دغه ماشوم په مستونګ کې د پښتنو مساپرانو د ډله ییز برید پر مهال ژوندۍ راوتی وو.

نواز شریف وویل، د مستونګ پېښه د دغې صوبې د دوو قامونو تر منځ د نسلي کرکې راپارولو یوه لويه هڅه وه

په کوټه کې د پاکستاني وزیراعظم میانوازشریف په مشری کې د مستونګ پر پېښه ټول ګوندیزه غونډه وشوه، چې پکې ميا نوازشریف ویلي، په پاکستان کې ځننه ځينې ډلې او له هيواده بهر ډلې نه غواړي، چې پاکستان پرمختګ وکړي او دغه هيواد د تباهي پر لور بیايي. خو ددغه په خبره دوي به کله هم دا قوتونه کامیابۍ ته پرې نه ږدي.

نوموړی زیاتوي، د مستونګ پېښه د دغې صوبې د دوو قامونو تر منځ د نسلي کرکې راپارولو یوه لويه هڅه وه، چې د ده په خبره د دواړو قامونو د سیاسي مشرتابه ستاينه کوي، چې په دې وخت کې يې خپلو خلکو ته د صبر او زغم په هکله ويل. نوازشریف وايي، له پاکستانه بهر او په دغه هیواد کې ځننه ځينه قوتونه نه غواړي، چې دغه هيواد د پرمختګ پر لور رهي شي. خو زیاتوي، دده حکومت به دا قوتونه کله هم بریاليتوب ته پرې نه ږدي.

؛ زموږ دښمن غواړي چې دا قام تقسیم کړي او له بېل بېل لارو دا هڅه کوي. هغه که په بلوچستان کې وي، او که په نور پاکستان کې. کله دا دښمن هڅه وکړي، چې دغه قام په فرقه ايزه لارو کې تقسیم کړي او کله بیا په نسلي لارو کې... د ځينو خلکو دا خوښه ده، چې دې قیصې ته هوا ورکړي او دلته يوه فرقه له بلې فرقې سره او يوه طبقه له بلې طبقې سره وجنګوي. لاکن بايد چې داسې ونه شي، ځکه چې موږ تر ټولو لومړی پاکستانيان يو؛.

د پاکستان وزیراعظم د کوټې په دې ټول ګوندیزه غونډه کې وویل، له دې سره چې د مستونګ د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره غمرازۍ لپاره کوټې ته راغلی، بلکې ددې دورې دوم مطلب يې دا هم وو، چې ټولو پښتنو او بلوڅو سیاستوالو ته داد ورکړي، چې دغه صوبه يې په لساني لارو کې تقسيم ته پرې نه ښوده.

؛ له څنګه چې زه په دغه پېښه د افسوس کولو لپاره دلته راغلی يم، همداسې ددې لپاره هم راغلی چې هغو ټولو خلکو ته داد ورکړم، کومو چې په ډېره ذمه وارۍ دا پېښه سړه کړه. ددې هيڅ درک نشته، چې ددغې پېښې تر شا څه ډول قوت دی؟ ملکي قوت دی او که کوم غیرملکي قوت دی. ځکه چې په دغه هيواد کې ځينې داسې ډلې هم شته، چې د هغوي بیا بېل ايجنډا ده؛.

په کوټه کې د نوازشریف په مشرۍ کې په همدې ټول ګوندیزه غونډه کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر مرکزي وزیر چودري نثارعلي خان، د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزي، اعلی وزیر ډاکټرعبدالمالک بلوڅ، د بېل بېل مذهبي او سیاسي ګوندونو سیاستوالو او يو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود. د پاکستان وزیراعظم په دې ټول ګوندیزه غونډه کې زیاته کړه، د پاکستان او چين تر منځ په کوريډور باندې ګاونډي هيواد هندوستان هم راضي نه دی، او دده په خبره هغه نه غواړي، چې دغه پروژه کاميابه شي.

؛ په چاينا او پاکستان اقتصادي راهدارۍ باندې د هيواد د ټولو سیاسي ګوندونو اتفاق ډېره لویه خبره ده. او له اتفاق سره سره يې دا پروژه قبوله او خپله يې وبلله. لاکن زموږ دوښمن دا پروژه ختمول غواړي. تاسو به نن هم زموږ د ګاونډي هیواد بیان لیدلای وي، چې د هغوي څنګه عکس الامل دی، او چين ته يې ویلي، چې دا اقتصادي راهداري موږ ته قبوله نه ده؛.

تردې وړاندې کله چې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف کوټې ته راورسېد نو په ګورنر هاوس کې يې د صوبې د امنيت په اړه په يوې غونډې مشري وکړه، چې په د کورنيو چارو د ومرکزي وزیر چودري نثارعلي خان او ددغې صوبې لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ. نوازشریف په دې غونډه کې امر ورکړ، چې د مستونګ پېښې قاتلين دي ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي. ترڅو د دوښمنانو هغه هڅې چې دغه هيواد باثوباته کول غواړي، له ناکامۍ سره مخ شي.

د ویلو وړ ده چې د تېري جمعې او خالي په منځنۍ شپه له پښين سيمې څخه کراچۍ تر پر لاره د دوو بسونو دوويشت پښتانه مساپر وسله والو په ډزو وژلي چې وروسته يې مسوولیت رسنیو ته بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يونايټيډ بلوچ آرمي قبول کړی وو، چې تردې پېښې وروسته د وژل شويو مساپرو د کورنيو په غوښتنه همدا ټول ګوندیزه غونډه رابلل شوې وه.

XS
SM
MD
LG