د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دښمن مو پاکستان په بېلابېلو وسیلو وېشي'


د می پر نهه ويشتمه نېټه په مستونګ سيمه کې د دوه ويشتو مسافرو د وژنې په عکس العمل کې د بلوچستان صوبايي حکومت نن يو ټول ګونديزکنفرانس را بللى چې مشري يې د پاکستان وزیر اعظم نوازشريف کړی.

د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د دوو ويشتو مسافرو د وژنې مسووليت د يونايټيډ بلوچ ارمي په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسله وال سازمان پر غاړه واخيست، د بلوچستان صوبايي حکومت په دې پېښه کې د عامو بې ګناه خلکو د وژنې په عکس العمل کې د وژل شويو کسانو د خپلو- خپلوانو په غوښتنه د سه شنبه په ورځ يو ټول ګونديزکنفرانس را وباله چې مشري يې د پاکستان وزیر اعظم نوازشريف کوي.

وزیر اعظم نوازشريف د سه شنبې په ورځ کوټې ته تر راتګ وروسته د بلوچستان د والي په دفترکې د بلوچستان د اعلا وزير او والي په شمول له صوبايي وزيرانو او د امنيتي ادارو له مشرانو سره د امنيت په اړه په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.

په غونډه کې لومړى د مستونګ د پېښې د قربانيانو لپاره فاتحه وشوه او وروسته د ايالت د امنيتي وضعې خصوصاً د مستونګ د پېښې په اړه مالومات ورکړل شول.

وزیر اعظم نوازشريف غونډې ته په وينا کې د مستونګ پېښه په کلکه وغندله او ويې ويل چې د پاکستان دوښمنان په دې هېواد کې خوشالي او پرمختګ نه شي زغملاى:

((دښمن د پاکستان خلک په بېلابېلو وسيلو سره وېشل غواړي، که بلوچستان دى که نورپاکستان څوک په فرقو سره وېشل غواړي، څوک د نسل پرنامه او څوک په نورو نومونو سره وېشل غواړي.))

په ټول ګوند کنفرانس کې د بلوچستان د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په دې کنفرانس کې د دولتي رسنيو له خبريالانو پرته نورو ژورنالستانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، ځکه نو تراوسه لا د سياسي ګوندونو د مشرانو دريځ مخې ته نه دى راغلى چې هغوى د مستونګ د پېښې د مرتکبينو په اړه د عملياتو غوښتنه کوي که څنګه.

وزیر اعظم نوازشريف وايي، حکومت يې د افراطيت او ترهګرۍ د له منځه وړلو کلک هوډ کړى دى:

((په پاکستان کې چې هرځاى ترهګري کېږي موږ يې هم د ځپلو لپاره فعاله يو، که همداسې فعاله وو، زه باورلرم چې په نژدې وخت کې به په پاکستان کې سوله تامين شي او ترهګري به مو ختمه کړې وي، يوې خواته د ضرب عضب په نامه عمليات روان دي او ترهګرله هغه ځايه تښتېدلي دي، د مستونګ پېښه او دلته نورې پېښې چې شوې دي دا ځينې ورانکاري پاکستان د تباهۍ پر لور بېول غواړي، خو موږ به مخه ونيسو او ترهګري به له منځه يوسو.))

د يادونې وړده چې په ټول ګونديزکنفرانس کې د وزیر اعظم نوازشريف د ګډون، د سياسي ګوندونو د مشرانو او لوړپوړيو پوځي چارواکيو د راتګ له امله په کوټه ښارکې له سهاره راهيسې کلک امنيت نيول شوى او د والي دفتر پر لور تللى سړک د هر ډول موټرو او پياده تګ راتګ لپاره تړل شوى وو او دغو مهمو سرکاري دفترونو ته څېرمه د څو ښوونځيو لپاره هم د ممکنه خطر د مخنيوي په خاطر عامه رخصتي اعلان شوې وه.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG