د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پښتنو سیاستوالو د میا افتخار پر نیولو خپګان وښود


بلوچستان کې زیاتره سیاسي ګوندونو د عوامي نېشنل پارټۍ مخکش،میا افتخار حُسېن پر نیولو سخت خپګان څرګند کړی او دا یې د سیاسي غچ اخیستلو یو بېلګه بللې ده.

د دوی په خبره، میا افتخار د پښتنو یو له هغو شریف او مظلومو مشرانو دی، چې خپله د ترهګرۍ او ناامنیو له پېښو سره مخامخ شوی،بلکې د یواځني زوی په بایللو د ترهګرۍ ښکار شوی هم دی.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان بیا دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې میا افتخار به په يو سیاسي غچ نیول شوی وي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ صوبایي صدر عثمان کاکړ هم د میا افتخار نیول یو سازش بللی. ده زیاته کړه چې دا په ښکاره یو سیاسي غچ اخیستل دي. د عثمان کاکړ په خبره،د عمران خان تحریک انصاف په پښتونخوا کې خونړۍ ټول تاکنې ترسره کړې او اوس زورد میا افتخار په شان له سیاسي کارکونکیو اخلي.دی زیاتوي:«خلکو اوس شکر و ایستلی چې د عمران خان تحریک انصاف دمګړۍ یواځې تر خېبر پښتونخوا محدوده دی،که یې په ټول مُلک کې واکمني وه،نو هیڅوک به نه وو ورڅخه خلاس.....!»

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل پارټۍ یو صوبایي مشر او د دغ ګوند، د مرکزي کمېټۍ غړی، رشید ناصر په خبره،د پولیسو لخوا د میا افتخار نیول یو سیاسي غچ دی:

«موږ د طالب عیلمۍ له زمانې له هغه سره ملګري یو. موږ هغه له ډېرې زمانې پېږنو.موږ له ۲۵ یا ۳۰ کلونو راهیسې له هغه سره ملګرتیا لرو.نو میا افتخار حسېن سره چې دا کومه لوبه وشوه یا دا کوم عمل وشو،دا د یو منظم سازش برخه وه.موږ خو دا نه وایو چې څه صحیح وشو یا څه غلط،ولې چې اوس د ده کېس (معامله) په عدالت کې ده او عدالت به پر خپل طریقه کار پر انصاف عمل کوي،خو دا به ووایو چې د کوم وژل شوي ځوان پلار پر میا افتخار (اېف-ایي-ار) کړی وو،هغه نن راغلی عدالت ته یې وویل چې په ما ځینو خلکو فشار اچولی وو چې ته پر میا افتخار تور پوري کړه.نو زما په فکر پر دې به نوره څه خبره

وکړو چې د وژل شوي کس پلار په خپل سر دا وایي چې په ما دا کار بل چا وکړی او دا چې په دې کې میا افتخار هیڅ لاس نه لري»

رشید ناصر په دغه اړه زیاتوي:

«میا افتخار سیاست،د میا افتخار نظریات او هغه چې د چا پېروکار (لاروی) دی،نو څوک به دا ومني چې هغه به د چا په وژنه کې لاس ولري؟هغه د باچا خان د فکر لاروی دی،کوم چې له تشدده خلک راژغوري او د امن پر خوا یې ور بلي.بلکه ما میا افتخار هغه وخت کې هم لیدلی چې ځینې خلک په ده پسې ګرځېدل چې دی ونیسي او یا کوم ځاني تاوان ور ورسوي، په هغه وخت کې هم هغه یواځې ګرځېدلی او چا له ده سره ټوپک او یا باډي ګارډ (ساتونکی) نه دی لیدلی»

د جمعیت علما اسلا نظریاتي (بلوچستان) صوبایي صدر مولانا عبدالقادر لوڼی هم دا نه مني چې ګوا کې د میا افتخار غوندې کس دې د چا په وژنه کې لاس ولري:

«موږ خو دا دریځ لرو چې د هیڅ سیاسي ګوند په خلاف باید چې انتقامي (غچ اخیستونکې) کارروایانې نه وشي او سیاسي حکومتونه پکار دي چې له سوچ او فهم کار واخلي.نن که یو سیاسي ګوند په حکومت کې دی،سبا هغه به اپوزیسیون کې هم راتلای شي او دا مسله پکار ده چې پر عدالت پرېښودل شي،که واقعي هغه جرم کړی وو،نو سزا به شي ګڼې که داسې نه وي،نو غچ اخیستونکي کارونه باید چې یو ګوند له بل سره نه وکړي»

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر،عمران خان د یک شنبې ورځ رسنیو سره په خبرو کې د میا افتخار د نیولو تر شا غچ اخیستونکي تورونه رد کړل.هغه زیاته کړه:

«زه به دا وضاحت وکړم چې نه ما او نه وزیراعلا پروېز خټک پر امر دا (اېف-اي-ار) درج شوی دی او نه به زموږ پر امر واخیستل شي.موږ په دغه لړ کې غېر سیاسي او غېر جانبداره یو.پولیس به د قانون مطابق کار وکړي او چې کومه پرېکړه منځ ته راځي،موږ ته به قبوله وي»

یاده دې وي،د عوامي نېشنل ګوند مخکښ میا افتخار حسېن د تېرې شنبې په ورځ د تحریک انصاف د یو کارکونکي د وژلو په تور ونیول شو چې که یو خوا ته زیاتره سیاسي ګوندونو دا یو ناروا عمل بللی،بلخوا د وژل شوي کس پلار رسنیو سره پر میا افتخار لګېدلي تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG