د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: دونیم لاکه کسان په تمباکو روږدي دي


خوست: د تمباکو ضد نړیوالې ورځې غونډه
خوست: د تمباکو ضد نړیوالې ورځې غونډه

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې چاوراکي له ولس او مسوولو حکومتي ادارو غوښتنه کوي، چې د تمباکو د استعمال په مخنیوي او د تنباکو د کارونې د روغتیايي زیانونو په اړه د عامه پوهاوي په کار کې دې مرسته وکړي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ په خوست کې د تمباکو د نه استعمال د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې راټول شوي ول، وویل چې اوس په خوست کې دونیم لکه کسان د تمباکو په استعمال روږدي دي او که د مخنیوي له پاره يې لازم اقدامات ونه شي، نو د کارونکو ګراف به يې نور هم پورته ولاړ شي.

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال مشال راډيو سره په خبرو کې د تنباکو د استعمال په مخنیوي کې د ولس او مسوولو ادارو د مرستې غوښتنه وکړه:

((کومه سروې چې په خوست کې شوې وه، په دې ځای کې دونیم لکه کسانو تمباکو استعمالول، د تمباکو ضررونه چې په اسلام کې هم حرام ګڼل شوي دي او په دې اړه فتواوې هم شته، نو په دې برخه کې ټول ولس او ټولې ذیدخلې ادارې باید خپل وظایف په ښه ډول باندې ترسره کړي، تر څو د تنباکو د بوټي په مخنیوي کې او د تمباکو په استعمال کې چې بدبختانه کارونکي يې ډېر دي، مخه يې ونیول شي.))

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمداکبر زمان وايي، چې علماء باید د جومات او منبر له لارې خلکو ته د تنباکو پر زیانونو بحث وکړي، ځکه چې د حرام کار وسیله هم حرامه وي.

د خوست د ولایتي شورا استازی جانمیر ځاځی وايي، چې تنباکو د ټولو مخدره توکو مور بلل کیږي، کله چې څوک په تمباکو اخته شي نو نورو نشو ته هم لاس اچوي.

ده زیاته کړه، چې د همدې نشو له لارې ډېری جنايي پيښې منځته راځي.

په خوست کې د نشه یانو یا معتادینو د درملنې په مرکز کې یو تن بستر ځوان وايي، چې نشو په ژوند کې له ډېرو ستونزو او عصبي ناروغۍ سره مخامخ کړ.

دی له خلکو غواړي، چې د نشو څخه دې ځانونه وساتي:

((زه بیت الله ولد عبدالغفار د خوست د مرکز د لټکو د کلي اوسیدونکی یم، د دې کار ضرر دادی چې زه اول په نصوارو روږدی شوم، وروسته په سګرټو او بیا په چرسو، چرسو ماته عصبي تکلیف او مرض پیدا کړ، تقریباً اوه کاله دوام يې پیدا کړ، چې په هغه کې زه ډېر وځوریدم، وهل ټکول مو په کې وخوړل، ډېرې بدې پيښې مو په کې ولیدې، زه ټولو اوریدونکو ته دا پیغام ورکوم، چې نشو څخه په کلکه ډډه وکړي.))

یاده دې وي، چې د یکشنبې په ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د لنکن ښوونیز مرکز او د سواد مدني ټولنې له خوا د یاد ولایت د چارواکو په ګډون د تمباکو د نه استعمال نړیواله ورځ جوړه شوې وه، په یاد غونډه کې د پکیتکا ځايي ادارې او مدني فعالانو ژمنه وکړه، چې د نشه يي توکو د نه استعمال په موخه به پراخ کمپاینونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG