د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د وژل شوو پښتنو مساپرو لپاره یادغونډه


ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وژل شوو پښتنو مساپرو لپاره یادغونډې ته وینا کوي. ۳۱م می ۲۰۱۵
ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وژل شوو پښتنو مساپرو لپاره یادغونډې ته وینا کوي. ۳۱م می ۲۰۱۵

د وژل شويو پښتنو مساپرو له کورنيو سره په دې غم کې شریک يو. ډاکټر عبدالمالک بلوڅ

د بلوچستان، مستونګ ضلعې په کډکوچه سیمه کې د پښتنو مساپرو وژلو پر ضد په ویر کې د کوټې په ګډون د صوبې په ګڼو نورو سیمو کې کاروباري مرکزونه تړولي ول او د لاریونو او احتجاجونو تر څنګ د هغوی په يادغونډو کې شمعې بلې شوې.

همداسې یوه یادغونډه د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د يکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه د دغې صوبې سیاسي او عسکري مشرتابه وکړه چې د مدني ټولنو يو شمېر نارينه، ښځينه غړيو او ماشومانو هم پکې ګډون درلود.

پر دې مهال اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل، د ویر او غم په دې ګړۍ کې دا څيراغونه د هغو بې ګنا وژل شويو د ارواح ښادولو لپاره بل دي چې په کډکوچه، تربت، پېښور او صفوره ګوټ کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل:

؛ زه له هغو کورنيو سره چې نن په دوک درد کې دي، هغه که په پښين کې دي، که په کلاعبدالله او که په نورو سیمو کې دي، موږ ټول سیاسي او عسکري مشران د هغوي په غم، دوک او درد کې برابر شريک دي؛.

د څیراغونو بلولو په دې غونډه کې د پاکستان پوځ سهېلي کمانډ کمانډر جنرال ناصر خان جنجوعه وویل، د مستونګ له پېښې سره يې زړونه زخمي شوي، خو داسې هم نه ده، چې دښمن ته له ځواب ورکولو پاتې شوي. د ده په خبره د پاکستان ځواکونه به له ولس سره ګډ د دې ترهګرو پر ضد جنګېږي او هغوي به له منځه وړي.

؛ زموږ زړونه زخمي شوي، لاکن وير داسې هم نه دی، چې جنګ راڅخه هېر کړي. د پاکستان ولس جګړه کولی شي، او د پاکستان ولس قربانۍ هم ورکولی شي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د بلوچستان ولس او ځوانان ټول يو د بل لاسونه دي؛.

د شمعې بلولو په دې غونډه کې د صوبايي کابینې وزیرانو، د اپوزيسيون مشر مولانا عبدالواسع، د اسمبلۍ غړيو، په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو او پوليسو مشرانو، چيف سیکرېټري او يو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود. بلې خواته د يکشنې په ټوله ورځ د کوټې په شمول په بېل بېل سیمو کې د مستونګ د پېښې پر ضد تجارانو، سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو غړيو احتجاجونه وکړه، او له حکومته يې د وسله والو پر ضد د سختو عملياتو کولو غوښتنه کول.

د ویلو وړ ده چې د تېري جمعې په شپه وسله والو د پښين څخه کوټې ته پر لاره د دوو بسونو دوويشت پښتانه مساپر وژلي چې مسوولیت يې رسنيو ته د يونايټيډ بلوچ آرمي نومې ډلې په نامه بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې قبول کړی وو.

XS
SM
MD
LG