بېګا شپه د خېبر پښتونخوا په ټانک کې په ښاروالۍ ټاکنو «بلدیاتي» کې د یوه کامیابه کاندید پر جشن د وسله والو طالبانو له بمي بریده او ډزو اته تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
له اسماعیل خان دېرې د مشال راډیو خبریال وايي په ټانک کې بېګا په دولسو بجو د یوه ځايي کس ولي خان په کامیابۍ اتڼونه کېدل چېتر برید لاندې راغلل.
بلخوا د جنوبي وزیرستان په واڼه کې نن د ګل ورځې ګهیځ د وسله والو طالبانو په بمي برید کې د پولیټیکل محرر فاروق او د هغه دوه نور ملګري وژل شوي دي.