د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د امنیت ناڅاپه خرابېدو خلک اندېښمن کړي دي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عثمان کاکړ وایي، د امن و امان په لړ کې له حکومت سره سره تر ټولو لویه ذمه واري د استخباراتي ادارو ده

په بلوچستان کې ځایي ولس وایي، د امن و امان ناڅاپه خرابېدو سخت اندېښمن کړي دي. دوي زیاتوي، په ځانګړې توګه په تېرو څو ورځو کې په کوټه او خوا وشا سیمو کې له زیاتېدونکي خراب امنیته عادي ژوند په ټپه درېدلی دی.

بلخوا په بلوچستان حکومت کې واکمن ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر بیا وایي،له حکومت سره سره د امنیت ساتل، د هېواد استخباراتي ادارو ذمه واري هم ده.

یو عام کس رحمت الله وایي ،د امن و امان له وجې د کوټې بازارونه له تېرو څو ورځو بند دي، ځکه دی په خپل یو ضروري څیز پسې سرګردانه دی:

«هغه پرون نه وړمه ورځ دوه (۲) کسان چې یې دلته (په کندهاري بازار کې) ووېښتل، نو هزارګانو دې خوا منډې وهلې، پښتنو هغه خوا. هر څوک په خپل غم او ویر شو. دا اوس یو میاشت مخکې لا ارامې وه او د امنیت وضع دومره خرابه نه وه، خو دمګړۍ امن نشته. دمګړۍ خو د یوې شېبې باور نشته چې بازار په کوم حال دی او په کوم حال نه دی .....اورې! وړمه ورځ هم بازار بند وو. پرون هم بند وو او نن (یکشنبه) هم بازار ټول خالي دی او هړتال روان دی. نو حالات دا رنګه دي»

یو بل ځایي اوسېدونکی او او دوکاندار محمد بشیر هم د امن و امان له ناڅاپه خرابېدو سر ټکوي:

«هېڅ درک نه لګېږي. هدفي وژنې شروع شي او بیا هر څه په ټپه ودرېږي. سر مې والله که په خلاسېږي چې څه وشي، له کومې خوا وشي، څوک یې وکړي او څله یې وکړي؟ یا خو هدفي وژنې وي او یا بیا چاودنې. پر دغه کندهاري بازار تر پنځوس زیاتې چاودنې شوېدي. خوار او زیارکښه خلک پکې وژل شوي دي. پر رسنۍ یوه ورځ خو ښه شور او غوغا وي او بله ورځ بیا هېڅ هم نه وي»

یو بل ځايي کس حاجي محمد هم د خراب امن و امان خبره کوي. دی په دغه اړه یو ځانګړی او جالبه ټکی «کش و بګیر» استعمالوي، «مانا څکول او نیول» دی

بلخوا د بلوچستان په صوبایي حکومت کې واکمن ګوند،پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عثمان کاکړ بیا وایي، د امن و امان په لړ کې له حکومت سره سره یوه لویه ذمه واري د استخباراتي ادارو هم ده:

«د امن و امان په لړ کې بېلا بېل وجوهات دي،خو تر څو چې د ترهګرۍ او ویرې خورولو خبره ده، په دغه لړ کې ذمه واري زموږ له حکومت سره سره پر «نېکټا»، پر «نېشنل اېکشن پلان» او «اپېکس» هم راځي. دا عجبه خبره ده،پر جناح سړک مخپټي (مول وهونکي) پر لارو راووځي او هدفي وژنې پيل کړي. ولي؟ اخیر څله؟»

عثمان کاکړ زیاتوي،صوبایي حکومت یې لګیا دی چې په دغه لړ کې ګړندي ګامونه پورته کړي او همت په پوره مټ کوي.

یاده دې وي، په بلوچستان کې د مستونګ پېښې په ګډون، په کوټه او خوا وشا سیمو کې د ناامنۍ یوه ناڅاپه لړۍ پیل شوې ده،چې د ځایي خلکو په وينا، له سختو اندېښنو سره یې مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG