د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست حکومتي باغونو ته پاملرنه نه ده شوې


د خوست باغونه
د خوست باغونه

د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر حکومتي باغونه چې پخوا به ګڼ خلک د تفریح او ساعتیرۍ لپاره ورتلل، د تفریح ښه ځایونه یې درلودل او ډول ډول میوې پکې وې، اوس د مسئولو ادارو د نه پاملرنې له کبله د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر باغونه چې پخوا د حکومت او خلکو ستره شتمني بلل کېده، اوس داسې مالومیږي، لکه چې څښتن او د پوښتنې څوک نه لري.

د باغونو په منځ کې ځمکې غصب شوي، نوي نیالګي په کې نه دي کېنول شوي، دیوالونه او ودانۍ يې خرابې شوي او تر ټولو په بد حالت کې دي.

د خوست باغونه
د خوست باغونه

حاجي نذیر چې په خوست کې د میلمه کوټ باغ تر څنګ اوسیږي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، چې دې باغ ته به پخوا ډېر خلک راتلل، هر وخت به میلې په کې وې، خو اوس ورته نه د خلکو پام شته او نه هم د حکومت:

« دلته به ډېرې ښکلې میوې کیدې، دلته به هر قسم میوې وې، ځکه د افغانستان میوې په جهاني سویه نوم لري، په دې باغ کې هر څه وو، ډېره ښه فضا يې درلوده، میلې به پکې کیدې، دا دی اوس د حکومت توجه ورته نشته او هر سړی د خپل جیب د ډکولو په فکر کې دی. »

د جمال الدین په نوم یو بل تن چې د فارم باغ سره نږدې کور لري، وايي چې حکومت د دې لوی باغ بیارغونې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې، نو له کبله يې د پخوا په شان دې باغ ته ډېر خلک نه راځي:

« موږ د حکومت نه دا خواهش دی، که هغه والي صیب دی او که ښاروال صیب، چې دې باغ ته لږه پاملرنه وکړي، دې ته به خلک مخکې د ساعتیرۍ لپاره راتلل، په نوروز کې به راتلل، دلته به ډولونه وو، ساعتیرۍ به وې او مجلسونه به کېدل.»

د خوست د ولایتي شورا استازي سیداضغر اکاخېل د مرکزي حکومت نه د خوست د ټولو باغونو د بیارغونې او ابادولو غوښتنه وکړه.

اکاخېل زیاته کړه، چې مرکزي حکومت خوست ته پوره پاملرنه نه ده کړې:

« موږ د کرهڼې په برخه کې د مرکزي حکومت نه دا غوښتنه کوو، چې خوست ولایت ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه خوست ته د مرکزي حکومت توجه ډېره کمزورې ده، نو د نوي وزیر صیب څخه په دې اړه توجه غواړو. »

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس نیازمحمد لعلي ځدراڼ وايي، چې دوی د خوست په کچه د ټولو باغونو د بیارغونې او ابادۍ له پاره اړوند وزارت او مرستندویه موسساتو ته پروپوزلونه لیږلي، خو دا چې د باغونو بیارغونه ډېر لګښت غواړي، د خپلو لږو امکاناتو څخه په کې څه نه شي کولای:

« د زراعت په برخه کې یوه مهم پروګرام د باغدارۍ دی، په دې تړاو مو د اړوند وزارت سره هم خبرې کړې دي او په رسمي ډول مو مکتوبونه هم ورته لیږلي دي، موږ په دې اړه پروپوزلونه ورکړي دي، پلانونه مو ورته جوړ دي، تر څو باغونه له دې حالته موږ راوباسو. »

د یادونۍ وړ ده په خوست کې صحرا باغ، سیګۍ باغ، بادام باغونه، بلاوټ باغ، فارم باغ، میلمه کوټ او وزیر باغ د خوست مشهور باغونه دي، خو لږ يې اوس عملاً د کرنې ریاست په واک کې دي او خلک ورڅخه د تفریح له پاره ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG