د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستونګ پېښې پر ضد نن ټول بلوچستان تړل شوی دی


بلوچستان کې کاربندیز اعلان شوی
بلوچستان کې کاربندیز اعلان شوی

د بلوچستان د وزیراعلی، حکومتي او اپوزيشن ګوندونو په خواست نن د اتوار په ورځ د صوبې ټول بازارونه، تجارتي مارکېتونه تړل شوي دي. ددغې صوبې وزیراعلی وايي، د وژل شويو پښتنو مساپرو له کورنيو سره په غم کې د شريکېدو لپاره يې همدا اعلان کړی دی.

د کوټې په شمول د صوبې د شاوخوا ټولو بلوڅ مېشتو او پښتون مېشتو سیمو د ښارونو بازارونه هم نن د اتوار په ورځ د پښتنو مساپرو د وژنې پر ضد تړل شوي، او د بلوچستان حکومت ددغې پېښې پر ضد درې ورځنی وير اعلان کړی دی. ددغې صوبې اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د خالي په ورځ په يوه خبري غونډه کې د وژل شويو پښتنو مساپرو له کورنيو سره په غم کې د ګډون لپاره دا اعلان وکړ.

د بلوچستان وزیر اعلی خبري غونډې ته د وینا پرمهال
د بلوچستان وزیر اعلی خبري غونډې ته د وینا پرمهال

​« موږ د وژلو شويو کسانو له کورنيو سره په غم کې د ګډون لپاره د درې ورځني ویر او د اتوار په ورځ په خاصه توګه په دې غم کې د شاملېدو لپاره له دوکاندارانو، تجارانو خواست کوو، چې هغوی دي خپل کاروبار بند وساتي. او د خپلو وروڼو په دوک درد کې شریک شو »

تردې ورسته د خالي په مازيګر د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د وژلو شويو مساپرو لپاره دعا وشوه او حکومت او اپوزيسيون ګوندونو ټولو په ګډه د غندنې قرارداد هم منظور کړ. بلې خواته د مستونګ په کډ کوچه سیمه کې د وژل شويو شاوخوا ټولو مساپرو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

هلته د مرید بلوڅ په نامه يوه تن چې ځان د وسله والې ډلې يونايټيډ بلوچ آرمي ویاند بولي، ځايي رسنيو ته ددغې پېښې مسوولیت قبول کړی او دا يې په کلات، مستونګ او نورو سیمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو عکس الامل بللی. خو بي ايل اې يا بلوچ لیبريشن آرمي په شمول يو شمېر نورو وسله والو ډلو بیا دغه برید په سختو ټکيو کې غندله او زیاتوي، دغه ډول بریدونه ددوي د خپلواکۍ قامي تحريک ته سخت زیان رسولی شي.

د ویلو وړ ده چې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه نامالومه وسله والو له پښين څخه کوټې ته پر لاره له دوو مساپر بسونو څخه مساپر کښته کړي او شاوخوا دويشت پښتانه مساپر يې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG