امريکا پرون د کیوبا نوم د ترهګرۍ د ملاتړکوونکو هېوادونو له فهرست څخه لری کړو.
دا ګام د سړې جګړې د دې دوو دښمنو هېوادونو ترمینځ د اړیکو د ښه کولو په مقصد د هڅو یوه برخه ده.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون وویل چې واشنګټن د کیوبا له ځینو سیاستونو او اقداماتو سره مخالف دی او په اړه یې اندېښمن دی.
خو دا اندېښنې د ترهه ګرۍ د ملاتړکوونکو هېوادونو د معیار له کړۍ څخه وتلې دي.له دې ګامسره د امریکا او کیوبا په اړیکو کې یو لوی خنډ له مینځه ولاړ.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او کیوبايي سیال راول کاسترو يې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې د څو قيديانو له تبادلې وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو امکانات برابر کړل.
پر کیوبا د امریکا بندیزونه تراوسه پرخپل ځای پاتې دي او یوازې د امريکا کانګرس د هغو د لېرې کولو صلاحیت لري.