د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري له جواد ظریف سره خبرې کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره نن او سبا د ایران د اټومي لانجې په اړه په جینوا کې خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیف راتکي په واشنګتن کې له ایران سره د خبرو په اړه تیره ورځ وویل ، موږ په دې باور یوو چې دا ممکنه ده چې د جون تر اخره یو هراړخیز تړون وشي.

جیف راتکي زیاته کړه چې جان کري د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په همدې اړه خبرې کوي څو تر اخره کارونه مخته ولاړ شي.

امریکایي چارواکي وایي چې د جون تر دیرشمې پورې چې د دې تړون لپاره اخرۍ نېټه ټاکل شوې، سخت وخت دی او دوی به پر ایران فشار زیات کړي څو ایرانیان هم سختې پریکړې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG