د لاسرسي ځای

تازه خبر

شلوبر قبیله به د جون له دویمي ستنېږي


حکومت وايې د خیبر ایجنسۍ د باړې د شلوبر قبيلې کډوال به د جون پر دويمه نېټه خپلو کورنو ته ستنيدل پيل کړي.

د قبایلي سیمو له قدرتي آفتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وایی چې د باړې شلوبر قبيلې د کډوالو د ستنیدو لپاره یی ټولې تیارۍ مکمل کړې دي .

د يادې ادارې يو مشر چارواکي عادل ظهور پرون مشال رايډو ته وويل چې د شلوبر قبيلې هغه کډوال چې له کېمپونو بهر ديره وو هغوته پکار دي چې په قمبر آباد مارکیټ سیمه کې له حکومتي مرکز څخه خوراکي او غیر خوراکي توکي او مهم اسناد ترلاسه کړي.

دغه چارواکی زياتوي د يادې قبيلې هرې کورنۍ ته به تر ستنېدو وروسته د موبایل سیم او اې ټي ایم کارډونو له لارې مالي مرستې ورکوي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په دې وروستېو کې يې د خېبر ون پوځي عملياتو په نتيجه کې باړه له وسلوالو پاکه کړيده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG