پېښور: په خیبر پښتونخوا کې نن شنبه د بلدیاتي ټاکنو لپاره رایې اچول کېږي. د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن چارواکي وايي چې د رایو اچونې دا لړۍ به د مازیګر تر پنځو بجو روانه وي.
د یاد کمېشن چارواکي سهېل خان مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د ۴۱ زره چوکیو لپاره تر ۸۵ زره د زیاتو نوماندانو ترمنځ سیالي ده.
حکومت ادعا کوي چې د انتخاباتو پرمهال د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې سخت ګامونه پورته کړي دي خو پوليس چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه د کوهاټ په سُرګل سیمه کې د انتخاباتو يو کانديد تښتول شوی.
بلخوا د مشال راډيو خبريال وايې د چارسدې په شوقدر کې په جوماتونو کې سهار وختي اعلانونه شوي چې ښځې او سړي ټول دې د وټونو اچولو لپاره د رايو اچونو مرکزونو ته ولاړ شي.
بلخوا د عورت فاونډيش يوې چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې په کوز دير کې د ځېنو ښځو له وټونو د منع کولو په اړه د شوو زبانې معاهدو رپورټونه دي.
د خېبرپښتونخوا په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې په يوه جمهوري حکومت کې بلدياتي انتخابات ترسره کيږي.