د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ۳۴۴۸ استادانو ته ترقي ورکول کېږي


د پاکستان وفاقي حکومت په قبايلي سيمو کې د سکولونو د درې زره څلور سوه اته څلوښت استادانو د ترقۍ فيصله کړې ده او د دې مقصد لپاره به درې اربه ٢٦ کروړه روپۍ ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت په قبايلي سيمو کې د سکولونو د درې زره څلور سوه اته څلوښت استادانو د ترقۍ فيصله کړې ده او د دې مقصد لپاره به درې اربه ٢٦ کروړه روپۍ ورکوي.

فاټا سيکر‌يټرېټ د سيفران وزارت ته په یو فرمان کې د فاټا سکولونو د ۳۴۴۸ استادانو د ترقۍ هدایت کړی و چې د یاد وزارت له لوري تر منظورېدو وروسته دغه فرمان د پیسو جاري کولو لپاره د خزانې وزارت ته استول شوي دی.

په فاټا سيکريټريټ کې د تعليم ډايريکټر حامدالله وزير هیله وښودله چې د استادانو دغه ستونره په ژره هواره شي. او د خېبر پښتونخوا استادانو غوندې به د قبایلي سیمو استادانو ته هم ترقیاني ورکړل شي.

د باجوړ ايجنسۍ استادانو مشر ملک نثار د سیفران وزارت له لوري د شوې منظورۍ څو کاله کېږي خو تر دې دمه پرې يو حکومت هم عمل نه دی کړی که اوس هم حکومت د فاټا په تعليم کې سنجيده وي نو پکار ده چې په ‌بجټ کې د دې لپاره فنډ بيل کړي.

»دا اعلان خو د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت د ۲۰۱۲م کال د جولاييپه لومړۍ نېټه کړی وو او په دغه کې خيبر پښتونخوا او فاټا استادانو ته د ترقۍ اعلان شوی وو او د خيبر پښتونخوا استادانو ته ورکړل شو او د فاټا هغه د فاټا سيکريټريټ د نااهلۍ په وجه پاتې شو، چې تر ننه پاتې دی او چې حکومت دا اعلان کړيدې نو تر هغه پرې موږ باور نه کوو تر څو چې عملي شوی نه وي او بله دا چې په پنځم جون خو بجټ اعلانيږي نو پکار وه چې د فاټا د پارليمان غړيو په بجټ کې خصوصي فنډ بيل کړی وی )))

له قبايلي سيمې شمالي وزيرستانه د حکومتي ډلې د قامي اسمبلۍ غړيمحمد نذير مشال راډيو ته وویل چې د استادانو ستونزه ریښتینې ده او پر دې مسله یې خبرې هم کړي دي:

«د ملک په تاريخ کې په لومړي ځل د فاټا ټول پارليماني غړي د فاټاستونزو هوارولو لپاره يو شوي دي او موږ به کوښښ کوو چې له تعليم سره سره د فاټا د نورو ترقياتي کارونو لپاره هم په بجټ کې خصوصي فنډ بيل کړل شي نو په دې معامله موږ لګيا يو کار کوو او د فاټا استادانو د مسلو په شمول ټولې مسلې به هواريږي ))

دغه رنګ د باجوړ ايجنسئ نه د حکومتي ډلې د قامي اسمبلئ غړي شهاب الدين خان مشال راډيو ته وويل ((( دا خو د استادانو حق دى او په دې حکومت پړ دى دا به کوي خو که دومره کوښښ چې څومره د خپلو تنخاګانو لپاره کوي که دومره یې د فاټا ماشومانو د تعليم لپاره کولی نو نن به د ماشومانو تعليم دومره برباد نه وو. دوی پخپله په زرګونهتنخاګانې اخلي خو اسکولونو ته نه راځي او د قبايلي ماشومانو له ژوند سره لوبې کوي نو بايد چې دغه استادان د ماشومانو په راتلونکې هم غور وکړي او خپله ډيوټي په ښه شان ترسره کړي )))

که څه هم حکومت او له فاټا د پارليمان غړي بيا بيا دا دعوا کوي چې دوی په فاټا کې د تعليم او استادانو د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي خوبل پلو د فاټا ټولنیزه سکولونو او کالجونو لنډمهالي یا عارضي استادانو پهدې وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي دي چې حکومت ورسره د نوکريو پخولو او پر وخت د تنخا ورکولو ژمنې کړې وې خو تر اوسه یې پرې عمل نه دی کړی.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG