د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د هدفي وژنو ضد د هزاره ډيموکرېټک ګوند احتجاج


کوټه د هدفي وژنوپر ضد هزاره ګانو لاریون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

کوټه د هدفي وژنو پر ضد هزاره ګانو لاریون وکړ

عبدالخالق هزاره وايي، هزاره قام د هدفي وژنو له امله يواځې تر خپلو سیمو پورې محدوده شوی، او له خپلو سیمو ماسوا يې وګړي هيڅ ځای ته تللی نشي.

د هزاره ډيموکرېټک ګوند تر سيوري لاندې د جمعې په غرمه په سلګونو هزاره توکمه شیيعه ګان د هدفي وژنو خلاف له خپلو کورونو راووتل، او غوښتل چې د بلوچستان د ګورنر او اعلی وزیر د کورونو مخې احتجاج وکړي. خو کله چې دا احتجاج کوونکي له عملدار سړک څخه د ښار پر لور رهي شوو، نو همدې سړک امنيتي ځواکونو ودرول، او د لاريون کوونکو پر مخ يې د لویو لویو موټرو په وسیله لاره وتړله. د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره په دې همدې احتجاج کې له مشال سره په خبرو کې وویل، د پنجشنبې په ورځ يې امنيتي ادارو ته د خپل احتجاج په هکله ليکلي ورکړي، خو ځواکونو يې بیا هم خپل جمهوري حق ته نه پرېږدي.

؛ پرون موږ کمشنر او د ښار د پولیسو مشر ته په لیکلې بڼه ورکړي وو، چې موږ نن پر امنه احتجاج کوو. او زموږ دا ریکارډ هم دی، چې په سلګونو ورته احتجاجونه کړي، لاکن کله مو هم يوې پاڼې يا ونې ته هم ضرر ورسولی نه دی. تاسو زموږ شعارونه هم اورئ، چې موږ سوله غواړو. او همدا وایو، چې تاسو دا ښار بربادول غواړئ، خو موږ يې د آبادولو لپاره راوتلي يو. لاکن موږ ته خپل همدا جمهوري حق هم نه راکول کېږي او احتجاج ته مو نه پرېږدي؛.

عبدالخالق هزاره وايي، هزاره قام د هدفي وژنو له امله يواځې تر خپلو سیمو پورې محدوده شوی، او له خپلو سیمو ماسوا يې وګړي هيڅ ځای ته تللی نشي. د خالق هزاره په خبره حکومت د ګوتو په شمېر له څو ترهګرو وېرېږي، او دوي له ټول وژنې باوجود د احتجاج حق نه لري.

؛ زموږ د کورنيو چارو وزیر او صوبايي حکومت ټول د ترهګرو پر وړاندې بې وسه دي. او د هغوي پر ضد هيڅ کولای نشي. لاکن معصومه او بې ګناه وګړيو ته د خپل جمهوري حق هم نه ورکړل کېږي؛.

که څه هم هزاره ډيموکرېټک ګوند د پنجشنبې په ورځ ددغه احتجاجي لاريون اعلان کړی وو، خو د کوټې کمشنر قمبردشتي او د امنيتي ځواکونو مشران بیا وايي، د ښار اوسني ناامنه حالاتو او د جمعې ورځې ته په پام سره دوي مجبوري دي، چې همدا شيعه مسلکه هزاره ګان ښار ته او د ګورنر او اعلی وزیر د کورونو مخې ته احتجاج کولو ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG