د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په نړۍ کې ۹۰٪ کیمیاوي وسلې له منځه وړل شوې”


د کیمیاوي وسلو ضد سازمان وايي په نړۍ کې نوي فیصده کیمیاوي وسلې له منځه وړل شوي دي.

د دې سازمان مشر احمد عزموجو دا لاس ته راوړنه د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه.

ده وویل ، له دې ښکاري چې موږ په نړۍ کې د ټولو کیمیاوي وسلو تباه کولو پر لور په ښه توګه روان یو.

سازمان وايي، تر اوسه یې داسې شاوخوا درې شپېته زره ټنه کیمیاوي وسلې له منځه وړې دي چې زیاتره یې د امریکا او روس په سوله خانو کې وې.

دا له هغه وروسته ده چې په ۱۹۹۷م کال کې په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو پر جوړولو او زېرمه کولو بندیز ولګېدی.

په دې تباه شوو وسلو کې دیارلس سوه ټنه هغه وسلې دي چې له شامه اېستل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG