د لاسرسي ځای

په عراق کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته دوو موټر بمي چاودنو لږ تر لږه لس تنه وژلي.

د پولیسو او صحت څانګې چارواکو د دې پخلی کړی دی.

چارواکي وايي چې په دې پېښو کې لږ تر لږه اوویشت کسان ژوبل شوي هم دي.

دوی وايي دا چاودنې د دوو ډېرو مهمو هوټلونو په خوا کې شوې دي. لومړۍ چاودنه د بابلون په نامه لوړې کچې هوټل سره نژدي شوې ده. دا هوټل په دې وروستیو کې د دجله سیند پر غاړه بیا جوړ شوی وو.

دویمه چاودنه یو څو منټه ورسته په داسې سیمه کې شوې ده چې شیرټن هوټل او یو بل داسې کلب ته نژدې ده چې زیاتره د پنجشبې پر ورځ ناوخته ډېره خلک پکې راغونډېږي.

XS
SM
MD
LG