د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فرنټیېر کانسټیبلرۍ مرکز راته کاروبارونه په ټپه ودرول'


'د فرنټیېر کانسټیبلرۍ مرکز راته کاروبارونه په ټپه ودرول'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

په پېښور صدر کې له تېرو څو ورځو راهیسې د فرنټیېر کانسټیبلرۍ مرکز ته جوخت د سختو امنیتي ګامونو له وجې په څېرمه کاروباري پلازو او مارکېټونو کې کاروباري هلې ځلې په ټپه ولاړې دي. د صدر کاروباریانو پر اېف سي چوک یوه احتجاجي مظاهره ترسره کړه او سړک یې هم د یو څه وخت لپاره وتړلو. دوی غوښتنه کوله چې د اېف سي هېډ کوارټر دې د صدر له کاروباري مرکزونو یوې بلې خوا ته منتقل کړل شي. دوی وايي په خواو شا پلازو کی ورته د ګاړو ودرلو اجازه هم نه ورکول کېږي چی له وجې یې کاروبارونه اغېزمن شوي دي. د اېف سي هیډ کوارټر خوا کی په پلازو کې زیاتره د ګاړو ورکشاپونه دي. دوی وايي، چې دلته د ګاړو ودرولو اجازه نه وي نو څه رنګ به دوی خپل کاروبار ته دوام ورکړي. خو د اېف سي چارواکي وايي دوی ته امنیتي ګواښونه دي او تر دې وړاندې د هغوی یو مشر صفت غیور هم پر اېف سي چوک په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو او د هغوی یو بل مشر مجید مروت له ځانمرګي بریده روغ وتلی وو. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG